fbpx

ډيلي ټيليګراف: جهادي ډلې ليبيا د اروپا د فتحې دروازه بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې ډيلي ټيليګراف ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې اسلامي دولت د خپلې اوږدمهالې ستراتيژي له مخې ليبيا نيسي او ليبيا د اروپا د فتحې دروازه بولي.

ډيلي ټيليګراف زياتوي: « اسلامي دولت خپل سرتيري له سوريې او عراقه ليبيا ته لېږي او له هغه ځايه يې نورو جهادي ډلو سره په ګډه اروپا ته لېږي.»

د ورځپاڼې په وينا د اسلامي دولت ځواکونه به سويلي اروپا او سپين سمندرګي کې د اروپايي هېوادونو پر سوداګريزو کشتيو بريدونه او چاودنې کوي.

ډيلي ټيليګراف دا راپور په داسې وخت کې خپور کړی، چې ليبيا کې له څو کالو راهيسې امنيتي حالات بيخي ګډوډ دي.

لويديز اوځينې عربي هېوادونه د متقاعد جنرال او د پخواني ديکتاتور معمر القذافي وفادار جنرال جفتر ملاتړ کوي او ځينې نور عربي هېوادونه بيا د اسلامي جهادي ډلو تر شا ولاړ دي.

ورځپاڼې د برتانيې د استخباراتو پخواني مشر سير جون سويرز له قوله ليکلي، چې برتانيا او لويديزه نړۍ بايد ليبيا ته خپل ځمکني پوځونه ولېږي، تر څو اروپا ته د اسلامي دولت او نورو جهادي ډلو د تګ مخنيوی يې وکړي.

ډيلي ټيليګراف د ايټاليا د کورنيو چارو وزير له قوله ليکلي، چې له دوو سوو زرو زيات ناقانونه کډوال د اروپا «لامبيدوز» جزيرې ته له ليبيا راوښتي دي.

بل پلو سوريه کې د امريکايي عسکرو پخواني لوړپوړي افسر ويلي، اسلامي دولت هڅه کوي، چې ځان مسيحي روم ته ورسوي.

امريکايي ډګروال ريک فرانکونا سي ان ان تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، عراق او شام کې د اسلامي دولت شتون د اروپا لپاره ستر ګواښ دی او دغه ډله غواړي، چې مسيحي روم ته ځانونه ورسوي.

«اسلامي دولت غواړي، چې راتلونکي لنډ وخت کې پر داسې يو دولت بريد وکړي، چې د ناټو غړی وي او د دې لپاره باید ګرده نړۍ سره يو لاس شي.»

ډګروال فرانکونا زياته کړه، چې اسلامي دولت يوازې په عراق او سوريې کې د امريکا او نړيوالې ټولنې لپاره ګواښ نه دی، بلکې دغه ډله غواړي، چې له عربي نړۍ بهر د خپل واک سيمې پراخه کړي، اروپا او په ځانګړې توګه مسيحي روم ته ځانونه ورسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د