دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کې (22)

لیکوال: عبد الغفار جبیر

په لومړۍ ميلادی پېړۍ کی د يهودو علماو داسی پرېکړه وکړه:

هغه څوک چی خپل لور ته تورات وایی، دا داسی دی لکه دی چی خپلې لور ته شهوت پرستې، اوجنس بازی وایی۔
(Leonard J. Swidler, Women in Judaism: the Status of Women in Formative Judaism, Metuchen, N.J: Scarecrow Press, 1976, pp.83-93)
د بايبل په عهد قديم کی (ددوی په اند تورات) کی داسی ليکلی دی:
د کومې ښځې چی سر لوڅ وی د هغې سره کرکه ښکاره کی دا ځکه چی  دا د لعنت په زانګو کی زانګې، او علماء باید دا شکمنه زناکاره ښکاره کړی عامو خلکو ته۔
(اعداد، 16ـ 18)
دا په عیسایت او یهودیت کی د ښځې مقام او درجه ده، نو ځکه په اروپا او امریکا کی هغه شمېر نوی مسلمانان چی پر انټرنیټ باندی خپلی لیکنې ورکوی، او اسلام قبلوی په سلو کی (70) ښځې دی، دا ځکه چی د اوسنی تحریف شوی، عیسایت او یهودیت څخه نور نو خلک ستړی ستومانه، ددوی عزت پکښې پایماله ، اخلاق ئې فاسد، ژوند ئې تریخ او زړونه ئې زنګو نیولې دی، همدا وجه ده چی هره ورځ په سلهاوو خلک د اسلام په مبارک دین باندی مشرفه کیږی، او خپلې لیکنی د نړیوال جال پر مخ باندی خپروی۔
چی تاسې کولای شی چی زما چاپ شوی کتاب (ما ولی اسلام قبول کړ؟) وګوری او دا درته ښکاره او برملا شی چی  اسلام هغه رېښتنی دین دی چی د ټولنې هر غړی ته (نر او ښځې) ته برابر حقوق ورکوی،  د سوکاله ژوند څښتنان کوی ئې، په ورځنی کار کی ورته الهی نصرت ور په برخه کوی، د ناخوالو څخه ئې ژغوری، ددې دنیا او اخرت ښې ګڼې ور په برخه کوی، اسلام دژوند یوه بې مثله ضابطه ده، او د ژوند هرڅه پکښې نغښتی دی، خلاصون یواځی او یواځی په ریښتنی دین مبین اسلام کی دی، اوس مهال دنړی ټول دینونونه که الهی دینونه دی او که نورپ ه دوی کی هیڅ پاته نه دی، بلکه خرافات، وهمیات، پوچوالی، کوتاوالی او که په لنډو کی درته ووایم د ژوند هیڅ ارزښت او د کړاوونو حل پکښې نشته بیله اسلامه۔
دا ځکه چی هغه دینونه چی الهی وه د بېلګې په ډول سره (یهودیت او عیسایت) هغه ټول تحریف شوی، او اوس په لاسو لیکل شوی پاڼې دی، او هغه چی الهی نه  وه، لکه بودائئ، زردشتی، هند مذهب او نور دا ټول د مخلوق قانون دی، چی د تناقضاتو، نواقصو او غیرانسانی مفکورو نه ډک دی، چی د ژوند هیڅ حل نه پکښې تر سترګو کیږی، او اسلام یواځنی الهی دین دی چی الله جل جلاله ئې زمه اخیستې ده چی (انا نحن الذکر وانا له لحافظون) موږ دا قران نازل کړی دی او موږ ئې ساتنه کوو ( له دې څخه چی څوک بدلون پکښې راولی)؛ لکه څرنګه چی اوس دساینس او ټکنالوجی دوردی، نو په زرهاوو کتابونه پر (اسلام اوساینس) باندی هم لیکل شویدی، اوپه میلیونهاوو عیسایانو، یهودانو، هندوانو، کمونستانو، ملحدینو او نورو۔۔۔ په اسلام کی دڅیړنو په پایله کی ئې اسلام قبول کړیدی۔ وګوری (ماولی اسلام قبول کړ؟)
ښځه په لرغونې تمدنو کی
: تراسلام مخکی ښځې یواځی او یواځی د شهوت پوره کولو یوه اله وه۔
ښځه د بابل په تمدن کی:
په دې تمدن کی وښځې ته هیڅ حقوق نه وه، او د هر څه څخه بې برخې وه، په دې قانون کی که یوه سړی یوه ښځه وژلې وای نو وهغه ته څه سپکه سزا ورکول کېدل او پرځای ئې دهغه مېرمن قصاص کېدل۔
ښځه په يونانی تمدن کی:
تر اسلام چی څه مخکی تمدنونه راغلی دی په هغو ټولو کی د یونان تمدن پرمختللی وو، او په دې تمدن کی هم ښځه د هر څه څخه بې برخې او محرومه وه، پنډورا (Pandora) په یونانی تمدن کی یوه خیالې ښځه وه، چی د دوی په اند د ټولو ناخوالو زانګو او سرچینه ئې بلل؛ نو ځکه ښځه هم پر (پنډورا) باندی قیاس وه، ښځې ته ئې د نیم سړی ارزښت ورکاوه، او په اخر کی ئې د جنسی اړیکو  دپوره کولو یوه غوره اله وپېژندله چی هر چا هر څه  په هر ځای کی ورسره کولای شوای۔
ښځه د روم په تمدن کی:
په دې تمدن کی وخاوند ته دا حق وو، چی خپله مېرمن ووژنی، او یا یې هر ډول نامشروع او غیر انسانی کړونو ته وهڅوی۔
ښځه د مصر په تمدن کی:
د مصر په تمدن کی ښځه د ټولو بدو افعالو مور وه، او دوی ورته شیطان او د شیطان خور ویل۔
د اسلام د راتګ څخه مخکی عرب او ښځه:
کله چی د اسلام د مبارک دین شغلې په خپرېدو شوی، نو په دغه وخت کی په عربو کی یو دا رواج و چی کله به ئۍ لور پیدا شول نو ژوندۍ به ئې ښخول، او ښځه د رقص، شراب، شهوت، جنسی اړیکو یوه سرچینه او اله وه۔
ښځه په امريکايی ټولنه کی:
په ټوله نړۍ کی په امریکا کی جبرې زناوې ډېرې دې
د امریکا د فدرالې ادارې (FBI) چی کومه سروې ورکړې د دې په هکله ډېرد تعجب وړخبره کړی چی سړی ورته حیران شی، په 1990 میلادی کال کی ددې ادارې دسروې مطابق هره ورځ په امریکا کی( 1760)  د جبر زناوې ثبت شوی دی، چی کله دا ورځنی ګراف و (1900) ته هم جګ شوی هم دی، که چیری حجاب پلی شی نو دا د لعنت او د شرم پېښې به کنترول او بیا به نه کیږی۔
د دی ټولو ناخوالو لپاره اسلام یواځنی علاج دی، اسلام ددې پېښو د کنترولو لپاره لومړی د حجاب امر کړیدی، او دوهم دا چی که چیری داسی پېښه وشی نو اسلام ورته سزا ټاکلې ده، چی کله په یوه ټولنه کی  یو څوک مجازات شی نو طبعی خبره ده چی دا ناورین به ضرور، ختمیږی۔ د امریکا ټولنه نوره هم  ورځ په ورځ په فساد کی راښکېله ده، اونوره هم د هلاکت وکندې ته لویږی۔
Answer to non-Muslim Common Questions,  About Islam.By: Dr. Zakir Naik

نور بیا…
په اسلامي پاکه مینه

ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x