افغانستان

پکتیا: د بهرنیانو بمبار دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د بهرنیانو په بمباري کې دوه تنه عام وګړي شهیدان شوي دي.

بهرنیانو دغه بمباري تېره ورځ مازیګر مهال د زرمت د سهاکو او نیکنامو کلیو تر منځ په هغو دوو تنو شوې چې په موټر سایکلو د کورونو په لور و.

ویل کېږي په برید کې شل کلن سیف الرحمن د خپل خسر له کوره خپل کورته روان و، چې د یادې پېښې ښکار شو.

دا په داسې حال کې دی چې پرون چهارشنبه هم بهرنیانو په یوه هوايي برید کې د ننګرهار په خوږياڼو کې شپږ تنه عام وګړي او تر دې یوه ورځ وړاندې – سه شنبه – يې هم په یاده ولسوالي کې درې تنه عام وګړي په شهادت ورسول.

سره له دې چې د نوي میلادي کال له پیل سره د بهرنیانو پوځي ماموریت پای ته رسېدلی او له افغان عسکرو يې د ملاتړ، تمویل او مشورې په نامه نوی ماموریت پیل کړی دی، خو بیا يې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ عام وګړي په هوايي بریدونو کې په شهادت رسولي.

د چارو شننونکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو محاربوي عملیات د کاغذ او رسنیو پر مخ پای ته رسیدلي ولې په حقیقت کې اوس هم ټول محاربوي عملیات امریکا او ناټو ځواکونه رهبري کوي.

یاده دې وي تېره ورځ د یوناما له لوري د ملکي تلفاتو اړوند په خپاره شوي راپور کې یوازې دوه سلنه پېښې د بهرنیانو له لوري بلل شوې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جانی خیل

یاره د نن وروڼو تاسی سترګی جارشم داسی تازه،ښکلی او کره معلومات وړاندی کوی چی زړه می غواړی دسیدجمال الدین افغان مډال می در کړی وای، نن څه شول هغه افغانیت او اسلامیت ټیکداران چی یا فاتحه واخلی ای غمشریکی وکړی که دا نه کوی کم له کم خو یی خبر خپور کړی وای ،څه شول هغه هغه په بیروت کی روزل شوی جوړه چی داستشراق،استعمار او استثمار داهدافو د پلی کیدو په خاطر صحنی ته راغلل ،څه شول دبشر حقوق آیا پکتیاوال ورته بشر نه ښکاری؟ څه شول هغه وکیل صاحب چی په معامله کی خو یو تر بله… نور لوستل »

محمد ياسر وردگ

كه داشرف غني کړنو ته لژ ځېر شو نو دكمپاين پوخت كي يو بل اشرغني وا وليكن اوس هغه اشرف غني ندي ، مونژ أفغانان ډیر خوشباوره خلك يو ځکه دټاکنو نه مخكي رسنيو دنړۍ دوهم متفكر صاحب مونژ ته را و پيژندلا نو مونژ أفغانان ورته دا سي هيله مند شو چه همدغه متفكر صاحب به زمونژ ملك را جوړوې صلحه به راولي، وليكن بد بختانه متفكر صاحب دغي ځوریدلې او مظلوم ملت ته شاه او مخه يي غرب ته واړوله ،او اوس نا تو په افغانستان كي خپلو کړنو ته جوريان وركوي او هره ورځ زمونژ مظلوم اولس… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x