افغانستان

کلینټن: دافغانستان دسولی په پروسه کي دکوټی شورای اوملامحمد عمر ګډون اړین دی

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۸) کلینټن دکانګریس دبهرنیو چارو دکیټي وغړو ته دخبرو پروخت وویل، امریکا غواړي په افغانستان کی دجوړجاړی او دایمی سولي په ټینګولو کی خپل سیاست کی بدلون راولی ، نوموړی زیاته کړه دافغانستان سوله د پاکستان له مرستی سره تړلی دی، او د یو مستحکم او سولیز افغانستان لپاره دپاکستان مرسته لازمی ده.

کلینټن وویل له دی سره سره چی هیواد یی دپاکستان په ملګرتیا سره هڅه کوی چی له افغانستان سره پرپوله باندی دحقاني نیټ ورک پټي ځالی له منځه یوسي، غواړو له دغی ډلی سره دخبرو پروسه هم پرمخ بوزو.

له پاکستان سر دامریکی مرسته باید تر دی پوري مشروطه نه وي چی دغه هیواد دی دلشکرطبیه ډله له منځه یوسي، بلکه کوښښ وشي چی هندوستان اوپاکستان ښي او ټینګی اړیکی ولری.

دکلینټن له خبرو څخه څرګندیدله چی په وروستیو کی وافغانستان اوپاکستان ته دنوموړي سفر او ددغو دواړو هیوادونو له مشرانو سره له خبرو وروسته  کومه نوی ستراتیجی غوره کړی ده.

کلینټن زیاته کړه چی له پاکستان سره ټولو مسایلو باندی خبری شوی دی  او له دغه هیواد سره دځینو مسلو پرسر باندي له ۹۰ څخه تر ۹۵٪ پوري موافقي ته رسیدلي دي، حال داچی له دی څخه مخکی ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي ډیري خرابی وی، نوموړی زیاته کړه، دپاکستان او وسلوالو دځینو اړیکو له کبله څو واره دکانګریس دځینو غړو له لوری ورته ویل شوی وو، چی له پاکستان سره دي اړیکی ختمی، خوبیا هم مونږ ددغو ملګرو له خبرو سره موافقه نه ده کړی او کوښښ مو کړی ده چی دغه دواړه هیوادونه باید ښي اړیکی ولری.

دکانګریس یوه غړی له کلینټن څخه وپوښتل داچی تاسو غواړي دطالبانو مشر او دکوټی شورای هم دسولی په پروسه کی راشرګډ کړی، داسي کوم شرايط لري ترڅو له ملامحمد عمرسره خبري پری  وکړی.

نوموړی زیاته کړه دطالبانو له مشر او دکوټي شورای سره خبري کول اودغه اړخونه دسولي په پروسه کي راګډول دسولی دپروسي یوه برخه ده ، او داهرڅه دسولي دپروسي په کارکونکو پوري اړه لري چي هغه خلګ دجوړجاړي سلسله څرنګه پرمخ بیایی، خو دومره باید ووایم چي دکوټي شورای ډیره مهمه ده اودغه شورای دطالبانو دمشرملامحمد له لوري اداره کیږی، نوموړی په اخیر کی وویل مونږ به دافغانستان دسولي او استحکام لپاره له هرهغه چارسره اړیکی ونیسو او تعاقیب به یی کړو څوک چی دسولي په پروسه کي دلچسپی لري، هغه که لوی وی اوکه کوچنی.

دکانګریسو یوی ښځینه غړي له کلینټن څخه وپوښتل دابه کومه هوښیاري وی چی دحقانی نیټ ورک تر اوسه پوري په افغانستان کی زمونږ عسکر وژنی پرسفارت مو بریدونه کوی اوتاسو بیا له هغو سره دسولی خبری کوي، ایا امریکا به له هغو سره یواځي دسولی پروسه پرمخ بوزي اوکه به یی په مقابل کی عسکري عملیات هم جاری وساتی؟ کلینټن وویل نه هیواد یی باید دواړه خواوی پرمخ بوزي.

دکانګریس دیوه غړي چیبیټ دسوال په جواب کی کلینټن وویل امریکا دامنلي وه چی دحقاني ډلي له مشرانو سره به ګوري، ځګه چی دپاکستانی څارګري اداري غوښتنه وه چی مونږ له هغو سره ووینو، نوموړي زیاته کړه  دپاکستان حکومت کوښښ کوي ترڅو دحقاني ډله په کومه طریقه سره دسولي په پروسه کی راګډه کړي.

 

کلینټن وویل امریکا غواړي له حقاني ډلي سره خبري وکړی او دغه ډله خبرو ته وهڅوي ترڅو مالومه کړی چی دوی ترکومه حده پوري غواړي دافغانستان کړکیچ دسولی له لاری حل کړي.
داسي ښکاری چی ددغي ډلي ځیني غړي خبرو ته لیواله دی کله غواړی چي دسولي په پروسه کی راګډشی خو بل وخت بیا بیرته شاته شي.

کلینټن وویل یواځي تیره میاشت مو په افغانستان کی دحقانی ډلي دوسلوالو په خلاف دعملیاتو له کبله ددغي ډلی له سلو څخه زیات وسلوال وژلي دی، اومونږ به دغه ډله دپولی داوړو غاړو  ته په نښه کړو، اوس دستی مونږ له پاکستان سره په ګډه پردی ستراتیجی باندی کارکوو، چی هغه کسان چی په افغانستان کی امریکایی او افغاني عسکر په نښه کوی باید څرنګه له منځه یو وړل شي.

دګانګریس یوی غړي له کلینټن څخه دحامد کرزي دمرکی په اړه پوښتنه وکړه، چی کرزي په دی وروستیو کی له یوه پاکستاني چینل سره دمرکی پروخت ویلي وو، کچیري دامریکي او پاکستان ترمنځ جنګ وموښلي مونږبه دپاکستان لوری ونیسو او مرسته به ورسره وکړو.

کلینټن وویل دښاغلي کرزی دخبرو په اړه ما په کابل کی خپل سفیرته وویل ترڅو ددغو خبرو تفصیل وپوښتي، وایی هغه راته وویل دکرزي له خبرو څخه مطلب دپاکستان اوافغانستان ترمنځ دتاریخی اړیکو اوپه خاصه توګه دشوری اتحاد دیرغل پروخت دپاکستان له افغانستان سره مرستی ته اشاه وه، او له دغو ځرګندونو څخه یی دداړو هیوادونو ترمنځ دښو اړیکو او مرستو یادونه وه.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x