افغانستان

قطر کې د طالبانو او امریکا ترمینځ مذاکرات پیلیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد BBC ته ویلي چې د دوی یو پلاوی قطر ته رسیدلی تر څو هلته له امریکایانو سره خبرې پیل کړي.

که څه هم څینو خبري رسنیو ویلي چې طالبانو له افغان حکومت سره هم د خبرو لیوالتیا ښودلې، خو ښاغلي مجاهد دا خبره نه ده تایید کړې.

اپډیټ: ددې خبر تر نشر وروسته د نن ټکی اسیا سره د طالبانو ځینو جګپوړو سرچینو اړیکه ونیول، او دا خبره بې بنسټه وباله، هغوی زیاته کړه چې په دې اړه به د ورځي په اوږدو کې رسمي رد هم نشر شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروسته په یوه لیکلي پيغام کې نن ټکی اسیا ته وویل چې په افغانستان کې اوس هم بهرني یرغلګر عملیات کوي، هیواد په فساد کې ډوب دی، او د کابل اداري د بهرني اشغالګرو سره امنیتي قرارداد امضا کړی، او بهرنیو اشغالګرو په پاته کېدو ټینګار لري، نوموړي زیاته کړه چې هیواد د اشغال په حالت کې دی، په داسي حالت کې د مذاکراتو په اړه د طالبانو په پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، او نه دا خبري هیڅ حقیقت لري.

له بلې خوا رویټرز خبري اژانس لیکي، چې له افغان طالبانو څخه ځینو سرچینو ورته ویلي دي چې د مذاکراتو لومړۍ دور خبرې به پنحشنبه (نن) په قطر کې له امریکايي چارواکو سره ترسره کړي.

رویټرز د یوه لوړپوړي قطر مېشتي طالب چارواکي له قوله لیکي: «د مذاکراتو لومړی دور به نن [پنجشنبه] په قطر کې ترسره شي او دویم دور به یې بیا د جمعې پر ورځ ترسره کېږي».

د قطر دفتر د ۲۰۱۳م کال په مارچ کې په رسمي ډول پرانیستل شو چې د دفتر پر سر د طالبانو د حکومت د بیرغ او د «د افغانستان اسلامي امارت» له لیکدړې سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مخالفت له امله وتړل شو. مګر سره بېره پر دې د دفتر غړو وکولای شوای چې د تېر کال په جون کې د اسیرانو پر مسئلې له امریکایانو سره بریالي مذاکرات وکړي. په هغو مذاکراتو کې چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شول، د امریکايي اسیر، باو برګډال په بدل کې پنځه تنه لوړپوړي طالب مشران له ګوانتنامو زندانه ازاد شول.

که په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له امریکایانو سره خبرې وکړي، دا به د ګوانتنامو بندیانو پر سر له مذاکراتو وروسته لومړی ځل وي چې طالبان او امریکایان یو ځل بیا خبرو ته کېني.

طالبانو تل په خپلو رسمي اعلامیو کې ټینګار کړی چې د مذاکراتو په لومړي پړاو کې به له امریکایانو سره مذاکرات کوي، او په دوهمه مرحله کې به د افغان حکومت په شمول له نورو افغاني جهتونو سره د مذاکراتو ور پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جانی خیل

لژ قدم په احتیاط اخلی یارانو او لژ یی ځنډنی کړی هوا ګرمیدونکی ده که دالله ج خوښه وه په ګرم موسم کی به په امریکه او دانورو کی به بد واسکټونه غټ شی ،

الله یار

زه خپله د یوه مسلمان افغان په صفت دا خبری ناکامی بولم، یو خو په دا خل د هیواد که د بعضو حلقاتو ذهن ندی جوړ او بل زما په نظر دا جنګ د اډیالوژی جنګ دی، دلته کوم شی چه طالبان غواړی لکه اسلامی نظام ، غربی هیوادونه او دلته په داخل که بعضی حلقات اماده ندی، او که فرضا طالبان د حکومت سره اساسی قانون منی د ښځو حقوق منی لکه دا اوس چه رواج دی، او طالبان بس په یو څو غیری مهمو وزارتو او ولایاتو باندی اکتفا کوی، او مسعود د قهرمان په صفت منی ،… نور لوستل »

ف-ا

که امریکا خپل د طالب پروژه ختمه کړی او ځرنګه چی لیدل کیږی چه نور نو د طالب پروژه ختمه ده او ځای یی داعش نیسی نوبیا به هغه خلک چه د طالب په نامه یی ځانونه په بمونو والوزول د هغو حکم به څه وی؟ آیا بیا به هم شهید پاتی کیږی؟ یانی شهیدان به وی او که د نوی فتوی غم مو ورته خوړلی؟ لوی ملا صاحب به بیا هم مچاهد او امیرالمومنین پاتی سی او که به له موقفه مستعفی کیږی؟ ملت چه د داعش په نظر مشرک دی او مرګ یی هم روا، به مشرک وی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x