افغانستان

کندهار: سپین بولدک کې سرتېري برید دېرش پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ویلي چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې سرتيري برید دېرش تنه پولیس وژلي.

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې برید نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه په سرحدي پولیسو وشو.

د کندهار د امنیه قومنداني ویاند ضیا درانی وايي چې لومړی د سپین بولدک بازار ته څېرمه چاودنه وشوه، چې د چاودنې د معلوماتو لپاره سرحدي پولیس سیمې ته ورغلل او بریدګرو پرې حمله وکړه.

د دراني په وینا دوه تنه سرتيري بریدګر د پولیسو په جامه کې له سر حدي پولیسو سره په جګړه کې وشول چې له څه مقاومت وروسته يې اغوستو واسکټونو ته چاودنې ورکړي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې برید د دوی دوو تنو ملګرو کړی، چې په خبره يې دېرش پولیس ځای پر ځای وژلي او ګڼ نور ټپیان شوي.

قاري یوسف احمدي وايي چې بریدګر سید ولي او محمد نسیم دواړه د کندهار ولایت اوسېدونکو او له پولیسو سره يې تر چاودنو وړاندې جګړه پیل کړه، چې  «کابو  ۴۵ دقېقې  یې دوام وکړ په پایله کې یې  ۳۰ تنه  ګوډاګي عسکر اوپولیس ځای پرځای قتل اوګڼ شمېر نورسخت ژوبل شول.»

ددغه سرتیرو انځورونه نن ټکی آسیا ته یوې سرچنيې را لیږلي چې په لاندي ډول دي:

سید ولي او محمد نسیم - د طالبانو یوې سرچیني ویلي چې د بولدک نني برید همدغو دوو کسانو تر سره کړی
سید ولي او محمد نسیم – د طالبانو یوې سرچیني ویلي چې د بولدک نني برید همدغو دوو کسانو تر سره کړی

بل خوا د کندهار د امنیه قومنداني ویاند وايي چې  په دې برید کې نهه سرحدي او ملي پولیس ټپیان او یو بل وژل شوی دی.

یاده دې وي پرون هم په کندهار ښار کې د ملي اردو په کواسټر موټر سرتيري برد دېرشو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله او تر هغه وړاندې د لوګر په امنیه قومنداني کې سرتيري برید شاوخوا شل پولیس ووژل او اتلس نور يې ټپیان يې کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x