طالبانو له امریکا سره د مذاکراتو په اړه تازه راپورونه رد کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل) : د طالبانو ځینو باخبرو سرچینو هغه خبرونه رد کړل چې ویل یی نن به په قطر کې د طالبانو یو پلاوی د امریکايي چارواکو سره خبري پیل کړي.

دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې په دې اړه به نن د ورځي په اوږدو کې د طالبانو له رسمي ویب پاڼي څخه د دې خبرو او مذاکراتو رد نشر شي.

دغو سرچینو وویل چې دا سهي ده چې د افغانستان د قضیې د حل په موخه ټول افغانان مذاکراتو او خبرو اترو ته لیواله دي، خو په دافغانستان د قضیې مهم لوبغاړي طالبان خپل شرایط لري، او د دغسي خبرو اترو لپاره مناسب وخت ته په انتظار دي.

باید وویل شي چې نن د برتانیې راډیو او خبري سرچیني BBC خبر ورکړ چې دوی ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو یو پلاوی نن قطر ته سفر کوي، او هلته د ورځي ناوخته د امریکايي چارواکو سره مخامخ خبري کوي.

بل لوري ته د رویټرز خبري اژانس هم د ځینو سرچینو به قول ویلي چې طالبان به د مذاکراتو لومړی دور نن د پنجشبې په ورځ او دوهم دور به یی د جمعې په ورځ بشپړ کړي.

د یادوني وړ ده چې په کال ۲۰۱۳ کې د طالبانو دفتر په رسمي ډول په قطر کې پرانیستل شو، خو د نوم او بیرغ پر سر د افغانستان د حکومت د نیوکو له کبله دفتر وتړل شو، او طالبانو اعلان وکړ چې که دوی رسمي دفتر ونه لري، او په هغه باندي ددوی د اسلامي امارت افغانستان نوم او بیرغ نه وي ځوړند، دوی د هیڅ لوري سره خبرو ته نه دي تیار.

د طالبانو د سیاسي دفتر غړي تیر کال ۲۰۱۴ کې وتوانیدل چې خپل د اسیر شویو جګپوړو مشرانو د خلاصون په اړه له امریکایانو سره بریالي مذاکرات وکړي. په هغو مذاکراتو کې چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شول، د امریکايي اسیر، باو برګډال په بدل کې پنځه تنه لوړپوړي طالب مشران له ګوانتنامو زندانه ازاد شول، چې د کتونکو په نظر دا د طالبانو د قطر د دفتر یو لویه لاسته راوړنه او بریا ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د