افغانستان

طالبان: دراتلونکی لویی جرګی کډون کونکی به نښه کړو

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۷) په افغانستان کی دوسلوالو طالبانو خبرداري ورکړی دی هرهغه څوک چی راتلونکي میاشت کی دحکومت له لوری رابلل شوی لویه جرګه کی برخه واخلي ددي له لوری به په نښه شي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له خبري رسنیو سره خبرو پرمهال  زیاته کړه دافغانستان حکومت غواړی دافغانستان دعنانوي لویی جرګی له نامه څخه په استفاده ددغي جرګی ترنامه لاندی دافغان ملت د استاځو نه بلکه دبهرنیو لاسپوڅو  غونډه راوغواړي ترڅو دغه هیواد کی دپهرنیو یرغلګرو دپاته کیدو لپاره لاره هواره کړي.

دراتلونکي میاشت پر ۱۵  سمه نیټه باندی په کابل کی افغانستان دحکومت لخواڅخه  لویه جرګه رابلل شویده په دغه لویه جرګه کی به دافغانانو استاځي دافغانستان او امریکی ترمنځ دستراتیجکو تړنونو پر ګټو اوزیانونه باندی بحث کوی او همدارنګه ددغی جرګی غړي به دافغانستان دحکومت او مخالفو وسلوالو طالبانو ترمنځ دجوړي روغي په اړه هم خپلي رایی ورکوی چي د حکومت او سلوالو طالبانو ترمنځ دجوړی روغي پروسه باید په څه ډول پرمخه بیول شي.

خو دوی ورځی مخکی دوسلوالو طالبانو له لوری خبرداري ورکول شو چی دافغانستان حکومت غواړي دلویی جرګی تردرانه نامه لاندي یوه جرګه راوغواړی او ددغه جرګه دغړو په واسطه سره په افغانستان کی دبهرنیو لپاره داوږد مهاله شتون لاره خلاصه کړی،

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل کومه جرګه چی دحکومت له لوري راغوښتل کیږی دغه جرګه دافغانانو استاځیتوب نشی کولای اونه هم ددغي جګي غړی دافغانانو استاځی دی، نوموړی وویل  هرهغه څوک چی دغي تش په نامه لویه جرګه ګی برخه واخلي، له خطرناکه برخه لیک سره مخ شي.

له بله لوری حکومت ویلی چی راتلونکی لویه جرګه کی به له ۲زره څخه زیات کسان برخه واخلي او دغه کسان به دافغانستان او امریکي ترمنځ دستراتیجګو ټړونو پرګټو اوزیانونو باندی خبری وکړی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x