روس کې یو سهار او درې لمره لیدل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د روس په یو ښار کې ځايي خلکو په یو سهار کې له درې ځایونو لمر راختل لیدلي دي.

د روس د دولتي خبري اژانس ټاس د راپور په اساس دغه عجیبه پېښه د روس په لویدیځ ښار چیلیابنسک په  کې لېدل شوې او ځايي خلکو سهار مهال په اسمان کې ۳ لمرونه لیدلي دي چې زیاترو خلکو یې عکسونه په ټولنیزو وېبپاڼو کې هم نشر کړي.

د هوا ادارې یو کارپوه وايي چې په هوا کې دشیشو په څېر واروه وي او دغه واوره د لمر شعاوې منعکسوي چې له کبله یې دغسې درې لمرونه ښکاریږي.

د هوا ادارې یو بل مشر وايي چې درې لمرونه په یوې بیخي زیاته یخه ورځ چې د هوا یخوالي درجه منفي ۲۵ وه،  لیدل شوي دي. هغه وايي چې د شیشو په څېر واورې انساني سترګو پر مټ نشي کتل کیدلای.

څه ورځې وړاندې د چیلیابنسک اوسیدونکو یو بل عجیبه ننداره لیدلې وه چې په سرکونو نرۍ شین رنګه واوره وریدله.

ځينې خلک دغې واورې انديښمن کړي وو چې ښايي  خطرناکه وي.

د امریکا څخه خپریدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور په اساس د سیمه‌ییز جشن ایسټر په ورځو کې د هګیو د رنګولو یوه شرکت رنګونه توی شوي وو چې له کبله یې د پوډرو رنګ د هوا سره ګډ شوی و او بهر په سرکونو پرتو واورو غورځیدلی و.

اوس داسې ښکاري چې د چیلیابنسک ښار ددغه ډول عجیب و غریبو پېښو د کتلو سره عادي شوي وي.

په ۲۰۱۳ کې دغه ښار هغه مهال مشهور شو چې د اسمان څخه ۵۷۰ کیلوګرامه درنو اسماني کاڼو باران وشو چې له کبله یې ۹۰۰ څخه زیات خلک ټپیان شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د