افغانستان

طالبان او حزب اسلامی وايي یو افغانی الاصله امریکايي عسکر يې تر نیولو وروسته وژلی

Javeedنن ټکی آسیا: حزب اسلامی ادعا کړی چي تیره ورځ دوی په کندهار کې د عملیاتو په ترڅ کې یو افغانی الاصله امریکايي عسکر چي جاوید نومیدی، تر نیولو وروسته وژلی.

د حزب اسلامی ویاند ولی الله رسنیو ته د وژل شوی عسکر انځور هم لیږلی، او ویلي چي دغه کس د کندهار ولایت د تخته پول ولسوالۍ د هډي غر په سیمه کې د حزب اسلامی له خوا هغه وخت ونیول شو،

کله چي افغاني او امریکايي ګډو ځواکونو ددوی پر یوه مرکز ناڅاپی برید وکړ، چي د جګړې په ترڅ کې دغه عسکر ونیول شو.

هغوی زیاته کړې چي دغه عسکر اصلا د تخار ولایت وو، په امریکا کي زیږیدلی او کورنی يې هم په امریکا کي ده.

او زیاته کړي چي د حزب اسلامی مجاهدینو غوښتل چی نومړی عسکر یو خوندي ځای ته انتقال کړي، خو ځکه چي سیمه د بهرنیو الوتکو تر بمباری لاندي راغله، نو هغوی ونه کړای شول، چي عسکر له ځانه سره بوزي، او دوی ته د هغه د وژني نه پرته بله لاره نه شوه پاته.

په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز ویلي چي د افغانستان په جنوب کي بهرنی عسکر نه دی ورک شوی او نه وژل شوی دی.. او نه داسی کومه پيښه را منځته شوی ده.

باید وویل شي چي ددې پيښي پخلی بلي کومي رسمي یا غیر رسمي سرچیني هم نه دی کړی.

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي هم ویلی چي دغه عسکر د طالبانو له خوا وژل شوی… او لاندي تفصیل يي بیان کړی:

له اطلاعاتوسره سم نن دکندهارولایت دتخت پول (شګي ) ولسوالئ په اړونده سيمه کي یوافغاني الاصله امریکايي (جاويددعبدالملوک زوی اوداکبرشاه لمسی ) چي اصلادفراه ولايت اوسيدونکی واودمګړئ دامريکاپه ټيکساس ايالت کي دفاميل سره اوسيده دمجاهدينوله لوري ژوندی ونيول شو.

نوموړی چي دمګړئ دامریکايي ځواکونوسره دهمکاری او جاسوسی په موخه تازه له امريکاڅخه راغلی و،ترتحقيقاتووروسته دسيمي دمجاهدينوله لوري دشرعي محکمي دپريکړي سره سم ووژل شو.

ويل کيږي چي دوژل شوي تن سره يولړمهم اسنادهم نيول شوي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x