په قطر کې د طالب مرکچیانو او امریکایانو ترمنځ نننی ناسم خبر بي بي سي او رویټرز رسنیو خپور کړی و.

ذبیح‌ الله مجاهد: «ځینو» رسنیو په «بې مسئولیتۍ» د مذاکراتو په تړاو ناسم خبرونه خپاره کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې۳۰مه، ۱۳۹۳ل): نن رویټرز خبري آژانس او بي بي سي انګلیسي، فارسي او پښتو برخو داسې راپور خپور کړ چې ګواکې نن قطر مېشتي طالب مرکچیان له امریکایانو سره مذاکرات پیلوي. بي بي سي پښتو څانګې دا هم ور زیاته کړې وه چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد «دوی ته منلې ده» چې ګواکې د طالبانو استازي «قطر ته تللي دي».

اوس چې د طالبانو رسمي وېب پاڼې دا خبره ردوي، بي بي سي یې –تر دې دمه- د خپل راپور کوم سپيناوی نه دی کړی.

دا خبر ځینو رسنیو کابل ته د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د څو ځلي سفرونو سره تړلي وو چې ګواکې پاکستانیانو ته د اشرف غني له خوا د امتیازاتو په بدل کې به هغوی طالبان مذاکراتو ته «اړباسي».

نن له دغې ګنګوسې وروسته ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا ادعا رد کړه: «موږ دغه ادعا په کلکه ردوو، د قطر په دفتر کې له چا سره د دا ډول خبرو کوم پلان نشته او دا خبره هيڅ حقیقت نه لري.»

مجاهد په وینا پاڼه کې ځینې رسنۍ په «بې مسئولیتۍ» تورنوي او وايي: «ځينو رسنیو په بې مسئولیتۍ راپورونه خپاره کړل چې اسلامي امارت له امریکایانو سره په قطر کې نن خبرې پيلوي». مجاهد د کومې مشخصې رسنۍ نوم نه دی یاد کړی.

د مذاکراتو دغه خبر نن بي بي سي پښتو، انګلیسي او فارسي او رویټرز آژانس خپور کړی و. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د رسنیو له «ناسمو» کړنو سر ټکوي. پخوا هم طالب ویاندویانو د غربي هېوادونو رسنۍ په «پلوۍ» تورنې کړې وې.

مجاهد د مذاکراتو د نه پیلولو لاملونه د افغانستان اشغال، د بهرنیو ځاکونو شتون او عملیات، امنیتي قرارداد، اداري فساد او د غیر اسلامي کړنو دودول په ګوته کړي دي. دغه طالب ویاند د مونیخ په امنیتي ناسته کې د ولسمشر غني هغې غوښتنې ته هم اشاره کوي چې له بهرنیانو یې غوښتي و چې افغانستان کې پاتې شي: «[ګډ حکومت]د بهرنیو اشغالګرو په پاتې کېدو ټینګار لري»

کومو رسنیو د مذاکراتو ناسم خبر خپور کړ؟

نن ټکي اسیا خبري وېب پاڼې هم نن داسې خبر خپور –د نورو رسنیو له خولې- کړ چې ګواکې د طالبانو قطر مېشتي سیاسي استازي له امریکایانو سره مذاکرات پیلوي. موږ له ډېرو پلټنو وروسته ونه توانېدو چې باوري سرچینه ترلاسه کړو، د نن ټکي اسیا د خبر څانګې هم د بي بي سي پښتو او رویټرز د راپور پر اساس دا خبر خپور کړ چې ګواکې طالبان مذاکراتو ته تیار شوي دي.

کله چې ذبیح الله مجاهد د مذاکراتو خبر ناسم وباله او رسنۍ یې په «بې مسئولیتۍ» تورنې کړې، موږ هڅه وکړه چې د بي بي سي خبر (د مذاکراتو پیلېدا) ته اشاره وکړو؛ خو دغې برتانوۍ رسنۍ هغه خبر چورلټ د مذاکراتو د رد پر خبر بدل کړی.

د نن ټکي اسیا د خبر څانګې د ځینو رسنیو سکرین انځورونه اخیستي چې لاندې یې خپروو، څو خپل نابېيلتوب وساتلای شو او زموږ لوستونکي د ناسم خبر د خپراوي له امله موږ پړه ونه بولي:

د نن ټکي اسیا له خوا راټول شوي ځیني شواهد: 

 د امریکا د کانګرس له لورې تمویلېدونکې «ازادۍ» راډیو دا هم ویلي و چې ګواکې د مذاکرات مشري سید محمد طیب آغا کوي.


د امریکا د کانګرس له لورې تمویلېدونکې «ازادۍ» راډیو دا هم ویلي و چې ګواکې د مذاکراتو مشري سید محمد طیب آغا کوي.

د بي بي سي خبریال، د رویټرز او بي بي سي دواړو خبر ته په یوه ټویټ کې نغوته کوي

د بي بي سي خبریال، د رویټرز او بي بي سي دواړو خبر ته په یوه ټویټ کې نغوته کوي

بي بي سي پښتو څانګې ادعا کړې وه چې ګواکې ذبیح الله مجاهد دوی ته «منلې» وه چې مذکرات ترسره کېږي.

برېتانوۍ بي بي سي پښتو څانګې ادعا کړې وه چې ګواکې ذبیح الله مجاهد دوی ته «منلې» وه چې بمذکرات ترسره کېږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نبیل افغان
میلمه

ښه مو وکړه چي داخبر مونشر کړ