افغانستان

پولنډي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۴) افغانستان په سویل  غزنی ولایت کی دپولنډ هیواد یو عسکر هغه وخت  ووژل شو اوبل سخت ژوبل شو کله چی  ددغو عسکرو موټردسړک دغاري  سره خښ کړل شوی بم باندی وربرابرشو.

دپولنډ هیواد کومی یشخصي امنیتي کمپنی پوری تړلی عسکر چی میروز ډیپټولا نومیده ددغو ځواکونو په یوه سمیز روغتون کی دسختو ټپونو له امله سا ورکړي، دنوموړي بل ملګری هم سخت ژوبل شوی دي خو دروغتون ډاکټران وایی حالت یی ډير داندیښنی وړ نه دی.

په افغانستان کی دپولنډي ځواکونویوبل عسکر هم دروانی میاشتي پر څلورمه نیټه باندی وژل شوی وو، دپولڼد هیواد وایی دنن ورځي دعسکر په وژل کیدلو سره یی په افغانستان کی دپولنډي عسکرو دمړو شمیره و ۳۱ کسانو ته ورسیده.

دپولنډ هیواد په افغانستان کی ټول ۲۶۰۰ عسکرلري چی دافغانستان په سویل ختیځ کی یی دغزنی ولایت  د امنیت چاري په غاړه اخیستی دي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x