
د ننګرهار ښاروال له دندې ګوښه شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار ښاروال لال آغا کاکړ له دندې ګوښه شو.
د سیمهییزو ارګانو خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ ویلي چې د دغې ادارې په پېشنهاد او د جمهوري ریاست د منظورۍ وروسته يې لال آغا کاکړ له دندې لرې کړی دی.
هغه زیاته کړې چې ولسمشر د نوموړي ګوښه کول، په ننګرهار کې د ښاري خدمتونو د چارو د ښه ترسره کولو په موخه کړى دى.
د سرچېنې له قوله سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ننګرهار د شاروالۍ مرستیال ته امر کړی چې د نوي ښاروال تر ټاکلو پورې د ښاروالۍ چارې پر مخ ویسي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د ختیځو ولایتونو د سرپرستو والیانو سره د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د خبرو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت والي مولوي عطاء الله لودین د ننګرهار ښاروال په اړه اشرف غني ته شکایت وکړ.
دا لا څرګنده نه ده چې نوموړی د ګوندي تعصب له پلوه که د کارونو د ځنډ او اداري فساد له کبله لری شوی.