افغانستان

ایساف: د افغانستان په جنوب کې بهرنی عسکر ووژل شو

army_injured_in_afghanistanنن ټکی اسیا: د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر ووژل شو.

په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي څانګي څخه په نشر شوي خبرپاڼي کي وویل شول چي نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د مخالفینو د برید له کبله د ایساف یو سرتیری ووژل شو.

په خبرپاڼه کې د ایساف د پالیسی له مخي د وژل شوي عسکر هویت او دپيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي نن غرمه طالبانو د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د چیني په سیمه کې د بهرنیانو پر یوه مرکز توغندی وتوغولې، چي پر خپل هدف ولګیدلې او بهرنیو ځواکونو ته يې ځاني او مالي زیان اړولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x