افغانستانملټي میډیا

طالبانو د «دانګام فتحه» تر نوم لاندې نوی فلم نندارې ته وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل): وسله‌والو طالبانو د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ اړوند د پوځي عملیاتو نوی فلم نشر کړ.

دانګام ولسوالۍ کې ګډحکومت عسکرو نېږدې ۴۰ ورځې عملیات وکړل چې د طالبانو له قوله د سختې ماتې سره مخ شول.

د دانګام ولسوالۍ په اړه حکومتي کړیو ویل چې پاکستاني استخباراتو په دغه ولسوالۍ برید کړی دی، خو د طالبانو لخوا ویډیو کې بیا ښودل کیږي چې په عملیاتو کې یواځې د سیمې طالبان برخه‌ اخلي.

طالبانو په ويډیو کې کنړ ولایت له مهمو ولایتونو څخه ګڼلی او دانګام ولسوالۍ يې مهمه ستراتيژیکي سیمه بللی.

طالبانو په ویډیو کې ښودلي چې اربکیان، پولیس، او د اردو عسکر جسدونه د جګړې په میدان کې پاتي او پوستې يې دوی نیولي دي.

په ویډیو کې همدا راز طالبانو د جګړې ځېنې صحنې ښودلي چې له منځه یې د دانګام ولسوالۍ څخه د حکومتي عسکر ووځي.

دوی همدا راز هغه ادعاوې چې ګواکې په دانګام ولسوالۍ پاکستاني ځواکونه برید کړی دی، رد کړي او د دلیل په توګه یې د کنړ ولایت سیمه‌ییز طالبان ښودلي چې په جګړه کې برخه اخلي.

طالبانو ویډیو کې هغه صحنې هم د خپلې بریا د ثابتولو لپاره ښودلي دي چې امنیتي ځواکونه پر خپلې ناکامۍ اعتراف کوي او وايي چې که هوايي ځواک ورسره نه وي، نو ناکام دي.

هغوی ویلي چې حکومتي عسکر د ۴۰ ورځو سختو جګړو وروسته مجبور شو، چې دانګام پریږدي او له سیمي «وتښتی».

دوی د «دانګام فتحه» د افغانستان د «فتوحاتو لپاره» سرتاسري «زیری» بللی دی او ویلي یې دي چې نېږدې وخت کې به د دانګام په څېر نورې سیمې ونیسي.

د «دانګام فتحه» په فلم کې د طالبانو د جګړې قومندان خپلو ملګرو ته توصیه کوي چې د کبر و غرور، بدو خبرو، ناوړو متلونو څخه ځان وژغوري، د مشرانو اطاعت وکړي او د خپلو «شهیدانو انتقام» واخلي.

په ویډیو کې د طالبانو له لوري د کنړ والي مولوي محمد عمر مخلص سره هم مرکه شوې، هغه وايي چې په کنړ ټولو ولسوالیو کې د دوی نظامي عملیات روان دي. مخلص د خپلو بریاو راز د ولسي وګړو ملاتړ ګني او وايي چې که ولسي ملاتړ نه وای، دوی هېڅکله دومره اوږدې جګړې نشوای کولای.

که څه هم ګډ حکومت په دانګام کې د بریا خبر ورکړ، خو په ویډیو کې بیا طالبانو ښودلي چې سیمې دوی نیولي او حکومتي عسکر له سیمي تښتي، ریجنر موټر، ټانګونه او نور وسایط یې سوځيدلي او د جګړې په میدان کې پاتې دي.

هغوی په ویډيو کې طالبان عسکرو، اربکیانو او پولیسو ته د «امریکا او اوباما» بچيو خطاب کوي. یو طالب جنګیالی وايي چې «هغوی [عسکر، اربکیان او پولیس] د اوباما لپاره جنګیږي او دوی د الله لپاره».

په ویډیو کې د طالبانو یو قومندان خپلو ملګرو ته توصیه کوي چې ځايي خلک ازار نه کړي، خیانت ونه کړي او غنیمتونه ضایع نه کړي.

طالبانو همدا راز هغه پوستې او سیمې په ویډيو کې ښودلي چې دوی نیولي او د اور لمبې ترې خيژي.

د ویډيو په صحنو کې دا هم ښودل کیږي چې لسګونه اربکیان، پولیس او د اردو عسکرو جسدونه طالبان ولسي وګړو ته سپاري.

د ويډیو په پای کې د طالبانو له لوري د کنړ ولایت والي سره مرکه شوې چې ددغه ولایت کې د نظامي عملیاتو په اړه معلومات ورکوي.

http://www.youtube.com/watch?v=3xRgakWT39g

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحید

مونږ هم خبر یوو چی یو شمیر پوځيیان او ملکیان شهیدان شول مګر ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ پاکستانی غلامان مردار شول .

کندهار

الله دی مو دداسی بیعزته مرګ څخه وساتی کم چی خپل مور او پلار یی هم د جنازی لمونځ نکوی….
کور مو ودان د ویډیو د خپرولو څخه

سنګین

د کابل حکومت طرفدارانو به هر وخت دا تبلیغ کاوه چی ګواکی د دولت مخالفین د پاکستان غلامی کوی او هر څه د آی اس آی په اشاره ترسره کوي. اوس چی د ع و غ حکومت رسمأ د پاکستان غلامی شروع کړۍ ده، د دوی ټول ځیره خواره چوپه خوله ناست دی. یو هم نه وایی چی د دوی حکومت ولی د آی اس آی غلامی کوي؟ او تش په نامه پښتانه نشنلستان هم نه وایی چی ولی د دوی حکومت دومره بی غیرته دئ چی بهرنی مهاجر بیرته ددوی ظالمو حکومتونو ته ورتسلیموی؟ تاسی وجدان لرئ که نه؟… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x