پولیسو د انجلۍ په نوم مستعار فیسبوک کاروونکی نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل): فیسبوک او ټولنیزو پاڼو که له یوې خوا اوږدې فاصلې رالنډې کړې خو له بلې خوا یې خورا ډیرې ستونزې زیږولي او یو شمېر نوي ځوانان يې د نورو فسادونو سربېره په اخلاقي فساد اخته کړي.

د هلمند چارواکي وايي چې هغه کس یې نیولی چې د انجلۍ په نوم یې فیسبوک حساب کارولو او پیسې یې ترې ترلاسه کولې او نه ورکولو په صورت کې يې ګواښونه ورکول.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير سمونوال عبد الشکور جليلي افغان اسلامي اژانس ته ويلي چې تېره ورځ پوليسو هغه تن ونيولو چې د فيس بوک په ټولنيزه شبکه کې يې د ښځې په نوم حساب جوړ کړی، او له دې لارې يې خلک لوټل.facebook fraud 3

جليلي زياته کړې نيول شوی تن رحيم الله نوميږي او د (وږمه کندهارۍ) په نوم يې فیسبوکي اکاونټ جوړ کړی و، له دې لارې به يې له خلکو څخه د موبايل کريډيټ کارټونه تر لاسه کولو او ځينې خلک يې له همدې لارې لوټلي هم دي.

د جنايي مدير د وينا تر مخې رحيم الله د لښکرګاه په ښار کې په يو درملتون کې کار کاوه، چې د خپل مستعار حساب له لارې يې خلک ګواښلي او د ډار په واسطه د خلکو د بدنامۍ (Blackmail) هڅې او وېرول يې هم کړي دي.facebook fraud 2

نوموړی وايي چې د نيول شوي تن څخه به بشپړې څېړنې کيږي.

د افغانستان ټولنه چې خورا متدینه ده، ښځې یې نېږدې ټولې انترنیت او په ځانګړي توګه فیسبوک نه کاروي او څومره اکاونټونه چې د انجونو په نومونو جوړ شوي، ټول په اخلاقي فساد اخته هلکانو لخوا چلول کیږي.

وږمه کندهارۍ په نوم د فیسبوک دغه مستعار کاروونکي د هغو کسانو چې نوموړي ته يې کارتونه نه لیږل، په خپل فیسبوک پاڼې يې عکسونه نشرول او په دې یې تورنول چې نوموړي ته په پیغامونو کې بدې خبرې لیږي.

انترنیت او په ځانګړي توګه ټولنیزې شبکې په نوره نړۍ کې د زده کړو لپاره استعمالیږي خو په افغانستان کې بیا تر دغو شبکو یواځې د خپلو مخالفینو ځپلو، شخړو، تورونو او ډیرو کمو مثبتو کارونو پورې محدود دی.

کارپوهان وايي چې که د ټولنیزو شبکو څخه په سمه توګه کار واخېستل شي، په هېواد کې مثبت تغییر راتللی شي او ددې لپاره باید حکومتونه لاس په کار شي.facebook fraud

په افغانستان کې د انترنیت او په ځانګړي ډول فیسبوک کې د مخالفینو ځپلو لپاره مستعار اکاونټونه کارول کیږي. ځېنې هغه څه چې د خپل اکاونټ له لارې یې نشي کولای د مستعار اکاونټونو پر مټ کوي او آن دغو شبکو کې ځېنې کړۍ د اسلام مبارک دین ته سپکاوی کوي خو د حکومت لخوا یې هېڅ مخنیوی نه کیږي.

facebook fraud 5

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د