کرزی: پر پاکستان باندی د برید په صورت کې به افغانان د پاکستان ملاتړی وکړي

نن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزي نن د جیو تلویزون سره په خبرو کي وویل که چیري امریکا یا هندوستان پر پاکستان باندي برید کوي، نو افغانستان به د همسایه توب او ورورولي پر بنا باندي د پاکستان ملاتړي کوي.

هغه زیاته کړه چي پاکستان او افغانستان وړونه هیوادونه دي، او افغانان به د پاکستان هغه احسان هیڅ کله هیر نه کړي چي په پاکستان کي افغاني مهاجرینو ته ځای ورکړی وو.

د استاد رباني د قتل په اړه هغه وویل چي ما مخکي دا نه دي ویلي چي نومړي پاکستان قتل کړ، بلکي ما ویلي وه چي قاتل د پاکستان له خاوري څخه راغلی وو.

هغه همداراز وویل چي د پاکستان په ضد به افغانستان د هیڅ یو هیواد خبره ونه مني، هغه که امریکا وي، او که هندوستان.

حامد کرزي چي د جیو تلویزون په جرګه پروګرام کي د سلیم صافي سره خبري کولي وویل چي مونږ د پاکستان سره یو ځای کار کول غواړو.. مونږ د یو ازاد هیواد په حیث د پاکستان سره پر اختلافي مسایلو خبري کول غواړو، او دا خبري د یوې معلومي پالیسي له مخي غواړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د