نظــر

پر ليبيا د ناټو يرغل، عربي نړۍ د امريکايي ګټو قرباني…

ليکوال: عبدالباري عطوان
ژباړن: احمد جرس

د امريکا لويه لاسته راوړنه دا ده، چې د «تروريزم» ضد جګړې لپاره يې عربان ګومارلي او خپله ورته د خير په غونډۍ ناسته ده او پرته له دې، چې يو عسکر يې په کې ووژل شي له لرې ورته مشورې او امرونه کوي. دا نو د امريکا هوښيارتيا او د عربو بې عقلي او ناپوهي ده.

څو کاله، بلکې څو لسيزې وروسته ناببره عربي الوتکې او عربي پيلوټان فعاليت پلوي او د امريکا په امر د خپلو عربو مسلمانانو کورونو ويجاړوي او د جګړې ټول قربانيان هم عرب او مسلمانان دي.

په تېرو وختونو بلکې په تېرو لنډو وختونو کې به عربانو امنيت شورا کې د اسراييلي ښکېلاک پر ضد خبرې کولې او په دې اړه به يې له امنيت شورا د پرېکړې غوښتنه کوله، مګر اوس د عربانو تله او فکر بيخي بدل شو او اوس امنيت شورا ته د دې لپاره ځي، چې عربي هېوادونو کې د نظامي مداخلې غوښتنه وکړي او بهانه يې هم تروريزم وي او دوی په دغه جګړه کې د اروپايي او امريکایي جنګي سمندري بېړيو د خادمانو په څېر ګډون کوي.

د مصر د بهرنيو چارو وزير سامح شکري دې ورځو نيويارک کې دی.
سامح شکري او د ده عربو ملګرو د اسراييلي ښکېلاک پر وړاندې هېڅ نه ويل، چې اسراييلي يرغلګرو پنځوس ورځې پرله پسې د جنګي الوتکو، ټانکونو او توغنديو په واسطه د فلسطين غزه کې عرب مسلمانان وژل. اسراييلو په دغو بريدونو کې ۲۲۰۰ بې دفاع فلسطينيان ووژل، چې درې برخې يې ښځې او ماشومان وو، له لس زرو زيات يې ټپيان کړل او زرو زيات کورونه يې ونړول. ايا د اسراييلي ښکېلاک دا بريدونه او وژنې ترهګري او ظلم نه دی؟

ايا د اسراييلي ښکېلاکګرو ظلمونه، بمبارۍ، وژنې او تېری ښه کار دی؟ دا مو لا څه خېل ضمير او وجدان دی؟

اسلامي دولت، چې ۲۱ مصري قبطيان ووژل، رښتيا هم دا يو ناوړه او وحشي کار دی او بايد په سختو ټکو وغندل شي، مګر دا زموږ حق نه دی، چې له مصري چارواکو او نړيوالې ټولنې، چې د مصر ملاتړي دي، دا غوښتنه وکړو، چې د غزې او لبنان په سويل کې د اسراييلو په لاسو د وژل شوو ماشومانو په اړه هم بايد دغسې غبرګون وښيي؟

هغه مهال، چې د مصر او اسراييلو جګړه کې اسرييلو بې دفاع مصريان وژل، ايا لويديځ مصر سره همداسې ولاړ و، چې اوس يې د خپلو ګټو لپاره تر څنګ ولاړ دی؟

پر عراق د بريد لپاره د دېرشو هېوادنو ايتلاف په ترڅ کې بريد کوي، سوريه کې د نظامي مداخلې لپاره دعربي هېوادونو په ګډون ۱۵۰ هېوادونه د امريکا ملاتړ کوي او د اسلامي دولت ځپلو لپاره شپېته هېوادونه د امريکا خدمت ته تيار دي، مګر د عربو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د اسرييلي ظلمونو د غندلو په اړه جرئت نه کوي.

هو دا پرتله د يادولو ده اوموږ به تل فلسطين کې د اسراييلي ښکېلاک، ظلمونو، د امریکا په دوه مخي او عربانو په منافقت خبرې او بحثونه کوو او تاسې، چې موږ پسې څه وايئ، لاس مو خلاص.

ټول په يوه خوله دا غوښتنه کوي، چې ليبيا کې بايد نظامي مداخله وشي، مګر دې خلکو دا هېر کړي، چې څلور کاله وړاندې عربي او غربي هېوادنو ليبيا کې نظامي مداخله وکړه، عربي هېوادونو يې مالي مرسته وکړه د اماراتو، قطر او سعودي جنګي الوتکو په بمباريو کې برخه واخيسته او دغې نظامي مداخلې، ليبيا پر يو ناکام دولت بدل کړ، چې اوس ګڼې ملېشې پر دغه هېواد واکمنې دي او هر ځای په کې د وينو رودونه روان دي، نو اوس چې څوک د نظامي مداخلې نارې سورې وهي، ايا دا ځل به دا نظامي مداخله، له تېرو څلورو کالو ښې پايلې ولري؟

اوس خو موږ د عربي نړۍ د چارواکو دا خبرې او غوښتنې وينو، چې ليبيا کې د نظامي مداخلې غوښتنه کوي او له دې مخکې يې هم د ليبيا د پخواني ديکتاتور ډګروال معمر القذافي د واکمنۍ پر مهال پر نوموړي تور لګاو، چې بنغازې کې يې ټولوژنې کړي او له هغې وړاندې يې عراق کې پر ولسمشر صدام حسين تور لګاو، چې اتومي وسلې لري، مګر دواړو وختونو کې د امريکا او ايتلافيانو درواغ هغه مهال څرګند شول، چې عراق او ليبيا يې ويجاړ کړل، لکونو خلک يې شهيدان، ټپيان او پرديو هېوادونو ته مهاجر شول.

موږ په په ساده ټکو پوښتنه کوو، چې ليبيا کې د ناټو توغنديو څومره ليبيايان ووژل؟ ايا دا زر کسان وو، لس زره او که سل زره؟ او له هغې وروسته د تېرو څلورو کالو په ترڅ څومره ليبيايان وژل شوي او ټپيان دي؟ او د هغو ليبيانو شمېر به څومره وي، چې د امريکا او ناټو به نوي نظامي يرغل کې به وژل کيږي؟ ايا د دغو وژنو شمېر څوک ورکولای شي؟

د مصر په سينا کې هره مياشت لسګونو مصري عسکر وژل کيږي او له تېرو څو کالو راهيسې هره مياشت سينا او اړوندو سيمو کې لسګونو، بلکې سلګونو ولسي وګړي هم وژل کيږي، مګر هېڅوک هم د دغو وژنو په اړه څه نه وايي. ايا مصري چارواکو دغه سيمه کې د نړيوالو ځواکونو د نظامي مداخلې غوښتنه کړې؟

د مصري چارواکو په غبرګونونو پوهېږو او د مصري ولس په غوسې او اندېښنو مو هم سر خلاص دی، چې د رسنيز پروپاګند له مخې يې ورځ تر بلې دا غوښتنه زياتيږي، چې د دغو ۲۱ قبطي مصريانو د غچ اخيستو لپاره له چارواکو غوښتنه کوي، مګر پر دې خبره مو سر نه خلاصيږي، چې مصري چارواکي او رسنۍ په ښه يا بد نيت د دغو ۲۱ قربانيانو له وژنې استفاده کوي، مصر او مصري عسکر د يوې اوږدې جګړې پر لور ټېل وهي او که دغه جګړه پيل شي، نو کلونه کلونه به دغه جګړه روانه وي او زرګونو مصريان او ليبيايان به د دغې جګړې قربانيان وي.

د مصري او نړيوالو الوتکو هوايي بريدونه اسلامي دولت، انصار الشريعة، القاعده، توحيد او جهاد او داسې نورې جهادي ډلې له منځه نه شي وړی او که هوايي بريدونو کار ورکولای، نو افغانستان، عراق او سوريه کې به يې جهادي ډلې کمزورې يا له منځه وړې وې او نړيوال به اړ شي، چې خپل ځمکني پوځونه ليبيا ته د جګړې لپاره ولېږي او د هغې هم کوم ضمانت نه شته، چې دوی به دغه جګړه وګټي.

موږ په دې خبره هم پوهېږو، چې امريکا، فرانسه او ايټاليا، چې ليبيا کې د جګړې ډول غږوي، خپل يو عسکر به هم د جګړې ډګر ته ونه لېږي او دغه جګړه به مصري ځواکونه پر مخ بيايي.

ښه نو مصري ځواکونو، چې له تېرو څلوېښتو کالو يې يوه جګړه هم نه ده کړې د ليبيا په څېر يو پراخ «له يو ميليون کيلو متر مربع څخه زيات»هېواد کې به د ګرويلايي جګړو توان ولري.

د ليبيا په طول او عرض کې قبايلي ملېشې، وسله والې جهادي او غير جهادي ډلې فعاليتونه لري او هېڅ مرکزي او غير مرکزي دولت هم نه لري.

مصري عسکر، چې د سينا په دښته کې د مخالفينو پر ضد جګړه کې پاتې راغلي، چې ټول ټال اوسېدونکي يې له درې سوو زرو نه زياتيږي، ځمکه يې شپېته زره کيلو متره مربع ده او ډېره برخه يې هواره هم ده، دوی، چې سينا کې بريالي نه شول د ليبيا په پراخو او اوږدو دښتو کې به څنګه بريالي شي؟

مصري عسکر داسې يوې جګړې ته په پټو سترګو ور روان دي، چې د سينا جګړه ورته بيخي حلوا ښکاري؛ ځکه چې د ليبيا وسله والې او جهادي ډلې د سينا مخالفينو په پرتله ډېره جګړه ييزه تجربه لري. په ميداني او غلچکي بريدونو کې نوم لري او ځينې ډلې يې کيميايي وسلې هم لري، چې د قذافي له رژيمه ورپاتې دي او ميليونونه مېله سپکې او درنې وسلې هم لري.

ډېر زيات د افسوس ځای دی، چې د عربي ټولنې پخوانی سرمنشي عمرو موسی له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي، چې ليبيا کې بايد نظامي مداخله وشي او همدې عمرو موسی ۲۰۱۱م کال کې هم ليبيا کې د ناټو د نظامي مداخلې غوښتنه کړې وه، مګر وروسته يې پرې د پښې ماني څرګندونه وکړه، چې د ناټو د نظامي مداخلې پايلې يې وليدلې.

دا عربي مشران ولې له خپلو تېروتنو عبرت نه اخلي؟
دوی ولې خپل موقفونه او د مخ رنګونه له بوټانو او جامو هم ژر ژر بدلوي؟ او دا هر څه د خپلو تنګو نظرونو او شخصي ګټو لپاره کوي.

پر دې خبره مو سر خلاص دی، چې د ناټو د نظامي مداخلو غوښتونکي عرب چارواکي به زموږ تحليل غلط بولي؛ ځکه چې دوی سره زموږ د خبرو ځواب نه شته او کېدای شي، ځينې لا دا ووايي، چې د ناټو د نظامي مداخلې بديل به څه وي؟
په ډکه خوله او څرګندو ټکو دا وايم، چې زه خو څه جنرال روميل، جنرال مومتګمري او ناپيليون بونابارټ نه يم، چې نظامي نقشه وړاندې او د ستونزې حل پيدا کړم.

دا ستونزه خو څه ما نه ده پيدا کړې، چې زه يې حل درته وړاندې کړم، مګر دومره وايم، چې ليبيا کې د ناټو جنګي مداخله ډېرې بدې پايلې لري او مخکې يې هم دغسې ناوړه پايلې موږ ليدلي او ګاللي دي او اوس مو هم دا وېره ده، که ناټو مداخله وکړه، نو ډېرې خونړۍ پايلې به ولري. که ناټو مداخله وکړه، نو ليبيا به يو پاشلی ناکام دولت شي، وسلې به يې جهادي ډلو ته په لاس ورشي او د ليبيا دښتې، مېرې او ښارونه به د القاعده او نورو جهادي ډلو مرکزونه شي.

د داسې څرګندونو له امله موږ مخکې هم د ډېرو خلکو تورونه او ښکنځلې زغملي او يو ځل بيا دا وړاندوينه کوو، چې د ناټو نظامي مداخله به يوازې د ليبيا لپاره نه، بلکې مصر او تونس لپاره هم ستر ګواښ دی.

ناټو، چې څلور کاله وړاندې په ليبيا کې کومې ستونزې کرلي، بحر متوسط ټول شمال، سويل او ختيځ به يې ټول په جګړه کې له ليبيا وړاندې ښکېل کړي.

يا الله موږ خو مخکې هم خپله غاړه خلاصه کړې وه او اوس يو ځل بيا وايو، چې ليبيا کې د ناټو مداخله خونړۍ پايلې، د ليبيا په ګډون ګردې سيمې لپاره د ټول عمر بدبختۍ لامل دی. يا الله ته شاهد يې، چې موږ يو ځل بيا خپلې غاړې خلاصې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x