افغانستان

پکتیا : د ۴۷۰ سوه زره ډالرو په ارزښت د جرګو خونه جوړه شوه

 

juma_khan_opening_new_office( شنبه د تلې ۳۰ مه ) د پکتیا مرکز ګردیز کی یو ستر تالار د جرګو او مرکو خونی په نوم جوړ او د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کی ګټی اخیستنی ته وړاندی شو

د غه ودانۍ چی د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد لخوا پرانیستل شوه ، د قومی مشرانو او دولتی منسوبینو سر بیره له کابل څخه د ملی شورا استازو هم  په دغه پرانیسته کی برخه اخیستی وه.

په دغه ودانۍ شاوخوا ۴۷۰۰۰۰ امریکایی ډالره مصرف راغلی چی له نشته یی توکو سره د مبارزی وزارت لخوا ورکړل شوی او د یو کال په ترڅ کی بشپړه شوه

مخکی تر دی پکتیا که څه هم د جرګو او مرکو کور یادیږی ، خو له دی نوم  سره سره یی  د جرګو لپاره کومه ځانګړی ودانۍ نه درلوده

د غه ودانۍ په پاخه او اساسی توګه جوړه شوی چی شاوخوا  ۱۵۰۰ کسان په یو وخت  پکښی ځایږی

پکتیا والی په خپلو خبرو کی له پکتیا والو بزګرو مننه وکړه چی د کوکنارو د نه کر په بدل کی خپلی امتیازی پیسی یی دی ته وقف کړی چی نن دداسی شانداری ودانۍ خاوندان شول .

رو ح الله سمون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x