fbpx

انګلینډ له نیوزیلینډ څخه شرموونکی ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل): نن د نړیوال جام نهمه لوبه د انګلینډ او نیوزیلیند لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې د انګلینډ لوبډلې ته په ۸ ویکټو سخته او نه هیریدونکی ماتې ورکړه.

نننۍ لوبې پچه د انګلینډ لوبډلې لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې نیوزیلینډي توپ اچوونکو دغه پریکړه غلطه ثابته کړه.

د انګلینډ لوبډلې ټول توپ وهوونکي د نیوزیلینډي توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل. د انګلینډ لوبډلې په ۳۳.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د انګلینډ لوبډلې لپاره یوازې رووټ غوره لوبه وکړه او په ۷۰ توپونو يي ۴۶ منډې جوړې کړې. له رووټ پرته د انګلینډ لوبډلې نور ټول توپ وهوونکي خرابه لوبه وکړه او د یو غوره هدف په ټاکلو کې پاتې راغلل.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره توپ اچوونې په برخه کې سوتي تر ټولو غوره لوبغاړی ثابت شو. سوتي د سیالې لوبډلې ۷ لوبغاړي سوځولو سره خپل ۹ اورونو کې یوازې ۳۳ منډې ورکړې چې له دې سره د نوموړی منډې ورکولو اوسط دغه لوبه کې یوازې ۳.۶۶ منډې وې او د انګلینډ لوبډلې توپ وهوونکو ته یي د منډې جوړولو چانس ورنکړ.

د ټاکل شوی هدف په تعقیب د نیوزیلینډ لوبډلې د برینډم میککلم په مرسته چټکه توپ وهنه پیل کړه. برینډم میککلم نننۍ لوبه کې تر ټولو غوره او پیاوړی توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.

دغه لوبه کې برینډم میککلم وتوانید په ۱۸ توپونو کې خپل نیمه سلیزه پوره کړي. برینډم میککلم د ۸ څلوریزو او ۷ شپږیزو په مرسته په ۲۵ توپونو ۷۷ منډې جوړې کړې او د ووکس په توپ اچوونه يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

نیوزیلینډ لوبډلې د برینډم میککلم غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف یوازې ۲ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۲.۲ اورونو کې پوره او د انګلینډ لوبډلې ته يي په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

د دې لوبې له ګټلو سره نیوزلینډ د روان نړیوال جام ۸ غوره لوبډلو ته لار وموند.

د انګلینډ لوبډلې ټول توپ اچوونکي د نیوزیلینډي توپ وهوونکو په وړاندې پاتې راغلل او د میککلم چټکې توپ وهنې مخه يي ونشو نیولی خو بیا هم ووکس د انګلینډ لوبډلې لپاره دوه ویکټې واخیستې او خپل ۳ اورونو کې يي ۸ منډې ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د