fbpx

په نبوي سنتو کې علمي اعجاز (6)

حامد افغان

غوســــه او نبوي اعجاز

د نبوي لارښوونو په رڼا کې د غوسې درملنه

د غوسې په بدي مو مخکي خبرې وکړي اوس یو مهم بحث ته راځو او هغه د غوسې درملنه او علاج ده، د غوسې د درملني دا لارې چارې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته ورښوولې دي او تراوسه چې هر چا عملي کړې دي خامخا ګټوري ختلې دي، بلکي دا لارې چارې تجربه شوې دي، البته دومره باید ووایو چې دا د هغه چا له پاره چې هغه کوښښ کوي ژوند یې د نبوي لارښوونو په رڼا کې وي، او که څوک په دې اړه بې پروا وي او یواځې کله کله د ځان د ګټي په موخه نبوي لارښووني عملي کوي هغه ته شاید پوره ګټه ونه رسوي، د دې مطلب دا نه دی چې دا نبوي لارښووني اغیزمني نه دي بلکي دلته ستونزه په عملي کوونکي کې ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته د ژوند ټولي لارې چاري او غوره اخلاق او ښایسته اداب ښوولي دي، موږ په نبوي لارښوونو او سنتو کې د اعحاز خبره رانښلولې ده، یو عام اعجاز یې همدا دی چې ټولنیز اداب او اخلاق د وخت په تیریدلو سره بدلیږي او تغیر خوري، خو نبوي اخلاق له اوږدې زماني مودي وروسته هم کارګر او اغیزمن دي او که کوم انسان یې خپل کړي هغه به د وخت په موډ هم ترټولو ښکلی او سپیڅلی بریښي، او بله دا چې نبوي اخلاق او اداب خورا پراخه او د ژوند ټولو اړخونو ته شامل دي لکه په دې لاندې روایت کې راغلي:

سلمان الفارسي رضي الله عنه ته چا وویل: تاسو ته ستاسو نبي صلی الله علیه وسلم هر شی درښوولي دي آن د بولو کولو طریقه هم، ده ورته وویل: هوکي، هغه موږ د وړو او لویو بولو کولو په مهال قبلې ته له مخ کولو نه منعه کړي وو، او دا چې په ښي لاس به استنجا نه کوو، او دا چې تر دریو کمو کاڼو به استنجا نه کوو، او په خوشَیو او هډوکي به استنجا نه کوو. عن سلمان الفارسي رضي الله عنه قال قيل له: “لقد علمكم نبيكم صلى الله عليه وسلم كل شيء حتى الخراءة، قال: أجل لقد نهانا أن نستقبل القبلة بغائط أو بول وأن لا نستنجي باليمين وأن لا يستنجي أحدنا بأقل من ثلاثة أحجار أو أن نستنجي برجيع أو عظم. اخرجه ابوداود في سننه 49/1). اوس دلته لومړی د غوسې د درملني په اړه څو حدیثونه را اخلم وروسته یې تشریح کوم.

1) عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که ستاسو کوم یو غوسه شي او (اعوذ بالله من الشیطن الرجیم) ووایي غوسه به یې ختمه شي. عن ابن مسعود -رضي الله عنه- قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم-: «لو يقول أحدكم إذا غضب: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم؛ ذهب عنه غضبه». المعجم الصغير للطبراني3/ 157، برقم: 1017.

2) ابو ذر رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته وفرمایل: کله چې ستاسو کوم یو غوسه شي او ولاړ وي باید کښېني، که یې غوسه ختمه شوه، او که ختمه نه شوه ډډه دي ولګوي. عن أبي ذر -رضي الله عنه- قال: إن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- قال لنا: «إذا غضب أحدكم، وهو قائم، فليجلس، فإن ذهب عنه الغضب، وإلا فليضطجع». سنن أبي داود12/ 402، برقم: 4151، مسند أحمد 43/ 352، برقم: 20386، انظر: مشكاة المصابيح3/ 109، برقم: 5114.

3) ابن عباس رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خلک پوهـ کړئ، اسانتیا غوره کړئ سختي مه کوئ، او که ستاسو کوم یو غوسه شي نو چوپ دي شي. عن ابن عباس -رضي الله عنهما- عن النبي -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: «علموا، ويسروا ولا تعسروا، وإذا غضب أحدكم، فليسكت». مسند أحمد5/ 61، برقم: 2029، انظر: السلسلة الصحيحة – مختصرة 3/ 363، برقم: 1375.

د حدیثو تشریح

له دې لوړ دریو روایاتو نه په ټولیزه توګه د غوسې د درملني څو لارې چارې معلومولی شو چې په تفصیل سره یې ستاسو مخته ږدم.

(1) د غوسې د درملني لومړی طریقه “اعوذ بالله” ویل دي، یعني له الله جل جلاله نه له شیطانه پناه غوښتل، دا د غوسې ختمولو ښه او غوره لاره ده، او په تجاربو سره ثابته او ازمویل شوې ده، موږ ډېر ځله له خلکو اورو وایي: زړه مې راته ویل دا مغزي ته یوه عسکري څپیړه ورکړه چې .. خو بیا مې “اعوذ بالله” وویله، دا راز قرانکریم وایي: که چرته شیطان وسوسه دراچوي نو له الله نه پناه وغواړه، بېشکه هغه اوریدونکی او پوه دی. ﴿وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾ [فصلت: 36]. او لکه مخکي حدیث کې هم دا خبره وشوه: لو يقول أحدكم إذا غضب: أعوذ بالله من الشيطان الرجيم؛ ذهب عنه غضبه.

(2) د غوسې دویم علاج “چوپتیا” ده، کله چې انسان غوسه شي باید چوپ پاته شي، هیڅ خبره دي نه کوي، د غوسې زغملو او ختمولو دا طریقه یو څه سختي او زور غواړي خو اغېز یې زیات او ګټوره ده، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: وإذا غضب أحدكم فليسكت، که ستاسو کوم یو غوسه شي نو چوپ دي شي. امام ابن رجب -رحمه الله تعالى وایي: چوپتیا د غوسې لویه دوا ده، ځکه کله چې د غوسې نیولي انسان غوسه ختمه شي بیا د غوسې د مهال په هره خبره سخت پښېمانه وي. الغضب آداب وأحكام د. نايف بن أحمد الحمد .

(3) اودس کول، دغوسې له منځه وړلو دریمه غوره لاره اودس کول دي، دا ډېره مؤثره او خورا اغېزمنه طریقه ده، ازمویل شوې او په تجربو ثابته ده، او دا غوره طریقه رسول الله صلی الله علیه وسلم راته ښوولې ده، لکه په حدیث کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: غوسه له شیطانه ده او شیطان له اوره پنځیدلی دی، او اور په اوبو مري، نو کله چې ستاسو کوم یو غوسه شي اودس دي وکړي. عن عطية رضي الله عنه قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: «إن الغضب من الشيطان، وإن الشيطان خلق من النار، وإنما تطفأ النار بالماء، فإذا غضب أحدكم فليتوضأ. سنن أبي داود12/ 403، برقم: 4152، مسند أحمد36/ 421، برقم: 17302.

نوي طب هم ثابته کړې ده چې په سړو اوبو اودس کول یا مخ لاس وینځل د انسان عصبي سیسټم سړوي او اراموي، غوسه هم له عامه حرارته او د تنګسیا لامله پیدا کیږي، او په اوبو سره دا عوارض کمیږي او له منځه ځي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم مطلق اوبه کارول نه دي ویلي بلکي اودس یې یاد کړی ده (فلیتوضأ) په دې کې بله ګټه دا ده چې اودس عبادت او د عبادت وسیله ده، او کله چې غوسې نیولی انسان د غوسې په مهال د اوداسه اراده وکړي نو په دې وخت کې د عبادت فکر هم د هغه دماغ ته لاره وکړي، او د عبادت فکر طبعا مومن ته د نرمي او عاجري احساس ورکوي او دا احساس د غوسې ضد دی نو طباعاً په غوسه کې کموالی راځي او اخیر د اوداسه په برکت له منځه ځي.

(4) حالت بدلول، انسان چې په کوم حالت غوسه شي د دې حالت په بدلولو سره یې غوسه کنترول کیدلی شي، که ولاړ وي باید کښېني، او کنه ډډه دي ولګوي، لکه په حدیث کې تېر شول: إذا غضب أحدكم، وهو قائم، فليجلس، فإن ذهب عنه الغضب، وإلا فليضطجع. د حالت بدلول په انسان کې ذهني بدلون راولي، که نور هیڅ نه وي په یوه شي باندې ذهني تمرکز یې بدلوي او کله چې د غوسې حالت بدل کړل شي نو طبعاً غوسه یو آني حالت دی خامخا ورسره تغیر کیږي .

(5) د الله یاد زیاتول، د غوسې هیجاني حالت ته داسې وسایل لټول په کار دي چې په هغه سره ډاډ ترلاسه شي او د زړه د ډاډ له پاره د الله یاد بهترینه لاره ده، لکه قرانکریم د مومنانو په اړه وایي: هغه چې ایمان یې راوړی وي او زړونه یې د الله په یاد سره ډاډه کیږي، او خبر اوسئ چې د الله په یاد سره خامخا زړونه ډاډه کیږي. الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ. [الرعد: 28]. او په بل ایت کې راغلي : وَاذْكُرْ رَبَّكَ إِذَا نَسِيتَ. [الكهف: 24]، یعني کله چې په غوسه شې خپل رب یادوه، دلته امام عکرمه رحمه الله د ( اذا نسیت) تفسیر په ( إذا غضبت) سره کړی ده یعني چې کله غوسه شې.

(6) او په عامه توګه هر مومن باید پوه شي چې غوسه پیاوړتوب او پهلواني نه ده بلکي غوسه کمزوري او ضعف ده داراز غوسه منفي او ډېري بدي پایلي لرونکي کړنه ده، لکه په حدیث کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: پیاوړتوب په پهلواني کې نه ده بلکي پیاوړی هغه څوک دی چې د غوسې په وخت ځان کنترول کړي. عن أبي هريرة -رضي الله عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم- قال: «ليس الشديد بالصُّرَعة إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب. أخرجه البخاري في صحيحه 5/ 2267، برقم: 5763.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د