امریکايي او بریتانوي استخباراتو د سیم کارتونو لوی شرکت هیک کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل): د امریکا یوې وېبپاڼې theintercept په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا او بریتانيې څارګرو ادارو د تلیفوني خبرو اوریدو لپاره په غیرقانوني توګه د سم کارتونو جوړولو ستر شرکت هیک کړی او پټ کوډونه یې ترې غلا کړي دي.

د انټرسپ وېبپاڼې په راپور کې راغلي چې د بریتانيې څارګرې ادارې په ۲۰۱۰ کې د جیملټو Gemalto په نوم د نړۍ ستر خصوصي شرکت نيټ ورک هیک کړی او پټ کوډونه یې ترې غلا کړي دي.

راپور زیاته کړې چې د بریتانوي استخباراتو د افغانستان، ایران، یمن، هند، سربیا، آیس لینډ او تاجکستان کې تلیفوني سستمونه هیک کړي او تلیفوني خبرې یې اوریدلي دي.

په راپور کې راغلي چې بریتانوي استخباراتو سره که څه هم د پاکستان د موبایل شرکتونو موبي لینک او ټیلینار کوډونه ورسره موجود وه خو د تلیفوني خبرو په اوریدلو کې ناکام شوي دي.

ویل کیږي چې دغې وېبباڼې ته یاد معلومات د سي آی ای پخواني مامور ایډورډ سنوډن له خوا  ورکړل شوي دي.

امریکايي ویبپاڼې د راپور له مخې امریکا او برتانیه دواړو د پټو کوډونو د غلا کولو وروسته د نړۍ تر ټولو زیات د موبایل تلیفوني خبرې اوریدلی او معلومات یې څارلی شي.

د هالنډ د سم کارت جوړونکي شرکت Gemalto لخوا جوړ شوي سم کارتونه د ای ټي اینډ ټي موبایل، ویرازان او سپرنټ په شمول د نړۍ شاوخوا ۴۵۰ کمپنۍ استعمالوي. یاد شرکت د نړۍ په ۸۵ هېوادونو کې کار کوي.

Gemalto شرکت هر کال ۲ میلیارده سم کارتونه تولیدوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د