fbpx

که طالبان له کابل سره خبرې وکړي…؟

عبدالرحیم (ثاقب)

له څو ورځو راهیسي د کابل اسلام آباد ترمنځ د لوړ پوړو پوځي او دیپلوماتیکو اشخاصو راشه درشه ګړندۍ شوې او داسې ګونګسې دي چې پاکستان د افغانستان په اړه د تګلارې بدلولوته اړیستل شوی دی.

د سه شنبې په ورځ کابل ته د پاکستان د لوی درستیز او د څارګرې شبکې د مشر تر ناڅاپي راتګ وړاندې ولسمشر اشرف غني له ځینو افغان سیاستوالو سره د غونډې په مهال وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان په اړه د اسلام اباد د دریځ په اړه نوی خبر واورئ.

ولي پاکستان د افغانستان په اړه خپل دریځ بدلولو ته اړ ایستل شو؟

په تیر دسمبر کې د پیښور پر پوځي ښونځي باندې تر خونړي برید وروسته د پاکستان حکومت د خپل ولس د ټولو سیاسي ډلو ، اسلامي تنظیمونو ، ملکي او پوځي شخصیتونو او… لخوا تر نیوکې لاندې ونیول شو چې ولي په خپل هیواد کې د امنیت په ټینګښت او حتی د مهمو پوځي تأسیساتو او په هغو کې د پوځي چارواکو او  اوسیدونکو په خوندیتوب کې پاتې راغلی؟

د دې ترڅنګ پر ښوونځي باندې تر سره شوی برید په داسې زړه بوږنوونکي ډول ترسره شو چې عاملین (پاکستاني طالبان) یې نه یواځې د دولتي چارواکو لخوا وغندل شول؛ بلکې د پاکستان دیني مدارسو ، اسلامي تنظیمونو حتی د افغانستان طالبانو هم هغه برید په ټینګه محکوم ، او پاکستاني چارواکو د خپل هیواد لپاره د سپتمبر له خونړۍ پیښې سره تشبیه کړ.

هماغه وه چې پاکستاني پوځي چارواکي دیته اړ ایستل شول چې په خپل هیواد کې د دغه ډول خونړیو پیښو د مخنیوي په غرض په مجموع کې داسې تګلاره غوره کړي چې په تدریج سره د جهاد په نوم تر سره کیدونکي فعالیتونو او د هغوی د فعالینو مخنیوی وکړي.

پاکستاني پوځي چارواکي له کشمیرې قضیې څخه د دفاع په خاطر له تیرو (۶) لسیزو څخه راهیسې د خپل هیواد په داخل کې د (جهادي) فعالیتونو د نظم او انسجام لپاره ځانګړي حلقات لري ، هغوی د همدغو حلقاتو له لاري د شوروي اشغال په مهال د افغان مجاهدینو پوځي او لوجیستیکي مرسته هم کوله ، هغوی ته به یې په خپله خاوره کې نظامي روزنه ورکوله او بیابه یې پوځي مهمات د خپلو نقلیه وسائطو په مټ تر افغاني سرحدي پولو پوري ورسره را رسول.

د طالبانو د واکمنۍ په مهال د پاکستان له لوري د هغوی د حکومت تر رسمیت پیژندلو وروسته د طالبانو او دغو ځانګړیو حلقاتو ترمنځ روابط نورهم پراخ شول په تیره کله چې د دې حلقې یو مهم غړی کرنل امام په کندهار او بیا په هرات کې د پاکستاني کونسل په حیث پر دنده وګمارل شو.

په افغانستان باندې د امریکایانو تر یرغل وروسته که څه هم چې د پاکستان د دولت رسمي دریځ د طالبانو په اړه په بشپړه توګه بدل او د پاکستاني چارواکو لخوا د طالبانو سفیر ملاعبدالسلام ضعیف په پاکستان کې امریکایانو ته وسپارل شو، له هغه راوروسته د طالبانو د مشر د دوو مرستیالانو ملا عبید الله او ملابرادر په شمول یو زیات شمیر طالب چارواکي د پاکستان د امنیتي چارواکو لخوا بندیان شول مګر د دغې خاصې (جهادي) حلقي مهمو غړیو کرنیل امام او جنرال حمید ګل به بیا هم له رسنیو سره په خپلو څرګندونوکې د طالبانو د داعیې تائید کاوه حتی په دې نیژدي وروستیو میاشتو کې د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلاکار د طالبانو د ضمني تائید په ډول وویل: طالبان د امریکایانو دښمنان دی ، او داضروري نه ده چې دهغوی دښمنان دي زمونږ دښمنان هم شي .

خو د پیښور د وروستي برید منفي اثرات هغه څه دې چې په ټولیزه توګه د اسلام اباد ملکي او پوځي چارواکي دیته مجبورکړل چې په خپلې تګلارې کي بدلون راولي او اوس مهال چې اسلام اباد د بهرني فشارتر څنګ تر سخت ولسي فشارلاندې هم نیول شوی نو هغوي هم اړ دی چې هم د بهرنیانو او هم د خپل ولس د قناعت لپاره په خپل هیواد کې د وسله والو ډلو پروړاندې په خپلې پخوانۍ تګلاره کې بدلون راولي.

څه ډول بدلون ؟

اوس چې په پاکستان او افغانستان کې د نویو دریځونو او تګلارو لپاره نوي شرائط رامنځته شوي نو ښايې چې د دواړو لورویو لخوا د نویو ظروفو اوشرائطو په پام کې نیولو سره سم تغیرات راوستل شي .

تیره اونۍ د کابل له لوري اسلام آباد ته د پیښور پر پوځي ښوونځي د برید د مظنونو طراحانو سپارل ښايي د طرفینو لخوا د نویو تګلارو خپلولو پیلامه وبلل شي .

د سه شنبي په ورځ کابل ته د پاکستان د لوی درستیز او د څارګرې شبکې دمشر له راتګ سره هم مهاله د پاکستانیو رسنیو لخوا دا ګونګوسې هم خپرې شوې چې په افغانستان کې د افغاني ځواکونو لخوا د پاکستان د طالبانو پر مهم مشر مولنا فضل الله د محاصرې کړۍ تنګه شوې.

د کابل د دغو کړنو په مقابل کې اسلام آباد مجبور دی چې د جانب مقابل د باور ترلاسه کولو لپاره د خپل ځان له لوري یو حرکت وښیي، داسې فکر کیږي چې اسلام آباد به په دې اړه داسې حرکت له ځانه وښیې چې د هغه په وسیله به لاندې دوه ډیر مهم امتیازات ترلاسه کړي :

لومړی داچې هغوی به امریکایانو ته ووایي چې هغه طالبان چې تاسې او ناټو د تیرو ۱۳ کلونو په جریان کې د خپل ټول پوځي او امنیتي زور په آزمویلو سره وسیله نه مات کړای شول او نه مو له کابل سره خبرو کولو ته اماده کړای شول مونږ دا توان لرو چې هغوی په ډیرې آسانۍ سره دی کارته اماده کړو.

دوهم دا چې هغوی به خپل ولس ته دا ډاډ ورکړي چې د افغان حکومت او د هغوی د وسله والو مخالفینو(طالبانو) ترمنځ له مذاکراتو وروسته به نور د پاکستان په داخل کې د طالبانو د فعالیتونو په ختمیدوسره پاکستاني طالبان منزوي او د له منځه وړلو چانس به يي ډیرشي.

پاکستاني چارواکي به دا کار هم د هماغو معینو حلقاتو په وسیله پر افغاني طالبانو د فشار راوړلو له لاري کوي او د دې په فشار په ترڅ کې به د کابل له حکومت سره د طالبانو د خبرو کولو هڅه لومړی اقدام وي، البته دا پروسه یواځې د اسلام اباد د حاکمو چارواکو ابتکار نه بلکې د هغوی تر اقدام له مخه د دې پروسې په طراحې کې خارجې کړۍ ډیر رول لري.

که پاکستاني مقامات د کابل او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په ترسره کولو وتوانیږي دا به په پوځي اواستخباراتي لحاظ د دوی لپاره داسې لویه لاسته راوړنه وي چې ښايي د هند هغه امتیاز وننګوی کوم چې په دې وروستیوکې د امریکایانو لخوا نوی ډیلي ته ورکړل شوی.

د هند د خپلواکۍ په جشن کې د بارک اوباما ګډون او نوي ډیلي ته د مهم استراتیژیک ملاتړي امتیاز ورکول هغه څه دی چې اسلام آباد يي په پوځي او اقتصادي لحاظ تر سخت اغیز لاندې راوستی .

د طالبانو پر موقف به د دې کار اغیز څه وي؟

که ریښتیا هم اسلام آباد و توانیږي چې طالبان له کابل حکومت سره خبرو کولو ته تیارکړي دا به په تیرو ۱۳ کلنو کې د طالبانو په سیاسي او پوځي موقف کې لومړنی اساسي بدلون وي چې کریدت به يي اسلام اباد تر لاسه کوي.

په دې کار سره به امریکایان په غیر مستقیم ډول هم افغانانو او هم نړیوالو ته و ښیي چې د دوی په مقابل کې ۱۳ کلن مقاومت له افغانستانه بهر د نورو کړیو لخوا رهبري کیدو چې دا کار به د افغانستان په دننه کې د مقاومت کوونکو په روحیه ډیر منفي تاثیر ولري.

اسلام آباد به کوښښ وکړي چې د کابل ـ طالبانو ترمنځ دا خبرې له قطر نه پرته چیرته بل ځای تر سره شي .

که چبري د کابل او طالبانو خبرې له قطر پرته په کوم بل هیواد او یا هم د افغانستان په داخل کې تر سه کیږي له دې سره به په قطر کې د مذاکراتو لپاره د طالبانو د معتمد پرانستل شوي دفتر دیپلوماتیک حیثیت هم متضرر شي، ځکه طالبانو تل په خپلو رسمي اعلامیو کې د هرډول مذاکراتو تر سره کول یواځې په همدې دفتر پوري تړلي بولي.

د افغانستان په روان پوځي وضعیت به د دې خبرو اغیز څه وي ؟

نړیوال او د افغانستان د چارو ځینی سیاسي شنونکی په دې نظر دي چې د کابل ـ طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات به د افغانستان پر امنیتي وضعیت مثبت تاثیر ولري ، خو یو شمیر هغه شنونکي چې د افغانستان پیښو ته د ملموسو واقعیتونو له دیده ګوري په دې نظر دي چې د پاکستان په فشار او یا د هغوی په وسیله به د کابل او طالبانو مذاکرات دلته امنیتي وضعیت نور هم کړکیچن کړي .
ځکه د جانبینو تر منځ دغه مذاکرات به د خارجي فشار له مخه تر سره شوي وي نه د افغاني سوله ییزې ارادې له مخې.

او د پاکستان هدف هم له دغو مذاکراتو څخه سیاسي باج ګیري ده نه په افغانستان کې د سولې راوستل .

که واقعا هم د دغو دواړو لورو (کابل ـ طالبانو) ترمنځ د سوله ییزو مذاکراتو اراده وای نو نه به کابل د هلمند په شمول د هیواد په اکثره سیمو کې د طالبانو پرخلاف پوځي عملیات پیلول او نه به طالبانو په لوګر کې په یوه برید سره ۲۲ افغان امنیتي ځواکونو وژل.

د امریکایانو په تحمیل د کابل حکومت لخوا د امنیتي تړون لاسلیکول په افغانستان کې د جګړې د ختمولو ټول امکانات له منځه وړي او عملا يي داسې صحنه برابره کړې چې کم ترکمه دلته به د لسوکلونو لپاره د جګړې اور همداسې بل پاتې وي.

اوس چې په هیواد کې د ژمني موسم بد لیدوته یوه میاشت وخت پاتې دی دواړه لوري یو د بل په مقابل کې عملا په پوځي تیاري لګیادي ، له بلې خوا د کابل په سهامي حکومت کې نیمايي مهم سهم (عبدالله ګروپ) عملا له طالبانو سره د هر ډول مذاکراتو تر سره کول هغوی ته سیاسي امتیاز ورکول بولي او په ټینګه يي مخالفت کوي.

همداراز په عملي لحاظ د هیواد په داخل کې د جګړې ټول عوامل ، د خارجي یرغلګرو اشغال، پر ولسي سیمو د هغوی د بي پلوټه الوتکو بمباري ، د افغانانو ترمنځ د کورنۍ جګړې د پیلولو په خاطر د اربکیانو غیر مسؤل تشکیلات ، له طالبانو سره د همکاري په تور د کابل حکومت په اړونده زندانونوکې د لسګونوزره افغانانو بندي ساتل او … دا ټول د یوه خطرناک جګړه ییز وضعیت ښکارندویي کوي د اسې جګړه ییز وضعیت چې د خارجي لوریو د فشار په وسیله په مصنوعي مذاکراتو سره د هغوی له منځه وړل ناممکن دی.

خلاصه

په افغانستان کې د جګړې ختمول او د سولې ټینګښت تر نورو نړیوالو او ګاونډیانو له مخه خپله دافغانانو اساسي ضرورت او یواځي د سوچه افغاني ارادې په کارولو سره هغه مهال شونی دی چې لومړی د جګړې عوامل له منځه یووړل شي.

د جګړې د عوامل د موجودیت په صورت کې د جګړې د له منځه وړلو هڅې د افغانانو به سترګو کې د خاورو شیندل دي .

هغه خارجي جهتونه چې د دغه ډول ناکامو هڅو د ترسره کولو په لټه کې دي هغوی د جګړې د ختمولو تر پلمې لاندې د جګړې پر دوام ټینګار لري ، لوی خدای دي په خپل رحمت سره نور په سوځیدلي افغانستان کې د جګړې اور مړ اوځوریدلي افغانان دي د دښمنانو له هرډول دسیسو څخه و ژغوري .

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
kadir mohmand
میلمه
kadir mohmand

بسم الله الرحمن الرحیم افغانستان اشغال است اما الحمدالله اکثریت ملت و طالبان که با تقوا ترین مسلمانان در جهان هستند تسلیم به (نظم نوین شیطان) امریکا/ناتو نشده اند و هم فریب اشغالگران را نخواهند خورد !؟ و هم راجع به صلح (اسلام) مسلمان تنها با مسلمان اجازه صلح را دارد بس . طالبان اجازه صلح با اداره دست نشانده غلام بچه های صلیبی (ع ٬ غ) امریکا/ناتو را ندارند مطابق به قران سنت و هم اجازه ندارند که چیزی را زیاد و کم کنند در قران تا یک نفر عسکر کفر یا اجیر اش در افغانستان جکمران باشد جهاد… نور لوستل »

یتیم زابلی
میلمه
یتیم زابلی

ډیره واضحه لیکنه ده ، دهیواده کړکیچنه ستونزه ترڅو دفریقینو پخپل ابتکار حل نشی کومه مثبته نتیجه به وه نلری بل داچی د هیواد هره هغه موضوع چی د پړی سر د پاکستان په لاس کی وی د هیواد والو لاس ته به هیڅکله ورنشی ، له سترو قربانیو وروسته ملت بیا هم طالب مشرانو ته اعتماد لری چی خپلی وینی به هیڅکله خرڅی نکړی البته د فشار او مجبوریت له مخی به حتما یوڅه وکړی البته نتائج یی بیا هم ورته روښانه دی ،،،،،،،، الله دی وکړی په دی حساس پړاو کی زموږ طالب مشران د ټینګ عزم ،… نور لوستل »

شاپور همت
میلمه
شاپور همت

استاد مننه ، د طالبانو په دا لنډ تاریخ که مونژ کوم خطشه دار ټکی ندی لیدلی امید د ی چه ددوی د صبر او حوصلی او پوره بصیرت څخه کار واخلی ،