هغه ځوان چې تېره اونۍ یې د کابل د پښتونستان واټ په څلور لاري کې ارګ ته مخامخ ځان وسوځاوه

کابل: پولیسو د یو ځوان د سوځونې په تور متهم کس نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل): د کابل امنیه قومندانۍ د هغه ځوان په اړه چې تېره جمعه یې ځان ته اور واچولو، په تور یو تورن کس نیولو خبر ورکړی دی.

خو امنیه قومندانۍ هغه راپورونه  رد کړي چې ګواکې د ځوان ځان سوځونه د انجلۍ د تښتونې او بیا د جنسي تیري له کبله شوې.

تېرې جمعې په سهار د قاسم (مشهور په فیروز) په نوم یو ځوان د ارګ دروازې ته مخامخ د پښتونستان واټ په څلورلاري کې ځان ته په دې دلیل اور واچولو چې زور واکانو ترې هغه انجلۍ  په دولتي موټر کې وتښتوله چې نوموړي ورسره واده کاوه.

راپورونه وايي چې زور واکانو پر یادې انجلۍ چې فیروز په یوه لیک کې محصله او مریضه بللې وه، جنسي تیری هم کړی.

پولیسو که څه هم فیروز روغتون ته انتقال کړ، خو دا چې نوموړي ډیره برخه سوځېدلې وه، ماښام مهال ومړ.

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي څېړنو رییس مل پاسوال فرید افضلي ویلي چې پولیس په دې خاطر چې په قضیه کې د اړوندو کسانو عزت وساتل شي، دغه موضوع په محرمه توګه څاري.

داسې راپورونه ورکول شوي چې د کابل د ځوان د ځان سوځونې په قضیه کې د لوړ پوړي چارواکي ځامن ښکېل دي او له همدې کبله امنیتي چارواکي کوښښ کوي چې یاده پېښه پټه وساتي.

جنايي څېړنو رییس همدا راز ویلي چې رسنۍ د معلوماتو پرته ددغې موضوع په اړه راپورونه ورکوي چې حقیقت نه لري.

افضلي له قوله پولیسو تېره شپه په دغه قضیه کې تورن کس د کابل د ۱۰مې حوزې په اړوند سیمو کې ونیولو.

هغه وايي چې موضوع رسنیو ناسمه راخيستي او په وینا یې څه ډول چې پېښه په خلکو کې نشر شوې، هغسې نه ده، بلکې انجلۍ په خپله خوښه د نیول شوي کس سره تښتیدلې وه.

د نوموړي په وینا لومړني معلومات ښيي چې د انجلۍ نه تښتول شوې او نه هم پرې جنسي تیری شوی دی.

افضلي په وینا یاد هلک او انجلۍ کندهار ته تللي وو چې وروسته کابل ته ستانه شوي.

هغه د فیروز ځان سوځوله د هغه سادګي ښودلی او په وینا یې فیروز پرته له دې چې په موضوع ځان پوه کړي، ځان سوځولی دی.

فیروز تر مرګ وړاندې یو لیک لیکلی  او په خلکو یې ویشلی و. هغه لیکلي وو چې «هغه نجلۍ چې زما خوښه وه له موټره کښته شوې ده او غوښتل یي چې پوهنتون ته لاړه شي، څو تنه چې سپین دولتي موټر ورسره و هغه یې تښتولې ده او نجلۍ چې څومره چیغې کړي دي نو چا يې غږ نه دی اوریدلی، په لاره کې نجلۍ د پولیسو تلاشۍ پوستې ته رسیږي، جلۍ چیغې وهلي خو پولیس يې غږ نه اوري او د دې موټر ښیښې ته یو مهم کاغذ هم ایښودل شوی او ټول يې درناوی کوي او وروسته د تلاشۍ له پوستې تیریږي، ترهغې چې نجلۍ بې هوښه کیږي او کله چې بیرته په حال راځي نو یو شیطان صفت انسان یې مخ ته ناست یې او په داسې حال کې چې نجلۍ ناروغه هم وه، ورباندې جنسي تیری کوي.»

په افغانستان د امریکايي  اشغال سره نه یواځې پخواني جنګسالاران واک ته ورسول شول، ادارې فساد رایج شو، بې دیني زیات شوه بلکې اخلاقي فساد هغه اوج ته ورسېد چې لسیزه وړاندې يې په اړه چا سوچ هم نشو کولای.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د