افغانستان

زابل: د یولسو تنو طالبانو د وژل کیدو او ۲ تنو نورو نیول کیدو ادعا وشوه

zabul_police_and_armyنن ټکی آسیا: د زابل ولایت د شهر صفا ولسوال ښادي خان وايي چي تیره شپه د بهرنیو ځواکونو له خوا د شهر صفا ولسوالۍ د ملزي په سیمه کې د طالبانو یو قومندان حقمل پر ملګرو هوايي او ځمکني عملیات تر سره شول، چي په ترڅ کې د چارواکو په وینا ۱۱ تنه طالبانو وژل شوي دي، او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

خو د بلي خوا د زابل امنیه قومندان خبر ورکړی چي په یاده پيښه کې ۱۶ تنه وژل شوي دي،

او زیاته يې کړه چي دوی غوښتل د شهر صفا ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړي، خو دبرید تر مخه په نښه شول.

هغه زیاته کړه چي دوه تنه قومندانان د حقمل او نصیب په نامه هم وژل شوي دي، او د جګړې وروسته امنیتي ځواکونو یو شمیر وسلې او نور مهمات نیولي دي.

د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چي د تیري شپي په بمباریو کې يې یو شمیر وسلوال وژلي دي، خو د دقیقي شمېرې په اړه يې کوم ډول خبر نه دی ورکړی، او ویلي چي دوه تنه مخالفین يې ژوندي نیولي دي.

تر اوسه طالبانو ددې خبر په اړه کوم عکس العمل نه دی ښودلی.

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

نن ټکی آسیا: د زابل ولایت د شهر صفا ولسوال ښادي خان وايي چي تیره شپه د بهرنیو ځواکونو له خوا د شهر صفا ولسوالۍ د ملزي په سیمه کې د طالبانو یو قومندان حقمل پر ملګرو هوايي او ځمکني عملیات تر سره شول، چي په ترڅ کې د چارواکو په وینا ۱۱ تنه طالبانو وژل شوي دي، او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

خو د بلي خوا د زابل امنیه قومندان خبر ورکړی چي په یاده پيښه کې ۱۶ تنه وژل شوي دي، او زیاته يې کړه چي دوی غوښتل د شهر صفا ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړي، خو دبرید تر مخه په نښه شول.

هغه زیاته کړه چي دوه تنه قومندانان د حقمل او نصیب په نامه هم وژل شوي دي، او د جګړې وروسته امنیتي ځواکونو یو شمیر وسلې او نور مهمات نیولي دي.

د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چي د تیري شپي په بمباریو کې يې یو شمیر وسلوال وژلي دي، خو د دقیقي شمېرې په اړه يې کوم ډول خبر نه دی ورکړی، او ویلي چي دوه تنه مخالفین يې ژوندي نیولي دي.

تر اوسه طالبانو ددې خبر په اړه کوم عکس العمل نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x