افغانستان

رولا غني د اسلام په اړه لویدیځوالو ته تبلیغ کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت د ولسمشر مسیحۍ مېرمن رولا غني «بي بي ګل» په خپل لومړني بهرني سفر کې لویدیځوالو ته د اسلام په اړه درس ورکوي.

مېرمن رولا غني چې له اصله لبنانۍ مسیحۍ ده، د اشرف غني تر واکمنۍ وروسته په لومړي ځل بهرني سفر واشنګڼن ته تللې. نوموړې په واشنګټن کې د ښځو او نارینه‌و یوې ناستې ته چې ویل کیږي محصلین او استادان دي په اسلام او افغانستان کې د ښځو د مقام په اړه خبرې کوي.

مسیحۍ رولا غني په اوږو ټيکری اچولی وي او په خپلو خبرو کې په اسلام کې د ښځو په مقام غږیږي او وايي چې اسلام ښځو ته ډیر لوړ مقام ورکړی.

رولا غني چې تر دې وړاندې یې د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې په فرانسه کې په حجاب لګیدلی بندیز ستاینه کړې وه، ویلي چې په اسلام کې د ښځو مقام خورا لوړ دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم [رولا غني یې د نورو مسیحیانو په څېر مقدس پیغمبر بولي] مېرمن یوه سوداګره وه.

هغه وايي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور فاطمې رضي الله عنها د علي کرمه الله وجهه سره په مینه واده کړی و.

رولا غني په واشنګټن کې د ښځو او نارینه‌و دغې غونډې ته په خبرو کې ویلي هغه څه چې اوس ورته اسلام ویل کیږي، اصلا اسلام نه دی، بلکې نور څه دي.

rula ghani sd
رولا غني ملکه ثریا [د غازي امان الله خان مېرمن] د عبدالرحمن خان مېرمن ګڼي او وايي چې هغه یوه پوهه مېرمن وه او د پوهنې وزیره پاتې شوې وه.
نوموړې چې ګډونوالو ته ځان په اسلام پوهه او عالمه ښيي وايي چې اسلام ښځو ته ډیر حقوق ورکړي، نوموړې د رضاع په ایت استدال کړی او ویلي یې دي چې ښځې باید په ۳۰ میاشتو کې باید بچي رانه وړي. «اسلام ډیر په څرګندو ټکو وايي چې د ماشوم او مور د روغتیا لپاره باید ۳۰ میاشتې باید د بچي راوړلو کې وفقه وشي».

رولا غني په خپلو خبرو کې د قران ایتونه هم وايي او استدلال پرې کوي چې اسلام ښځو ته لوړ مقام ورکړی.

هغه وايي چې نوموړې ته هغه ښځې ورځي چې ستونزې لري او دا یې ستونزې ورحلوي. رولا غني دې ته په اشارې چې د افغانستان ښځو د ازادۍ لپاره لږه مبارزه په کار ده او ښځې تشویقولو ته اړتیا لري.

رولا غني ملکه ثریا [د غازي امان الله خان مېرمن] د عبدالرحمن خان مېرمن ګڼي او وايي چې هغه یوه پوهه مېرمن وه او د پوهنې وزیره پاتې شوې وه. تر دې مهاله لا د تاریخ کتابونو کې دا نه دي ذکر شوي چې ملکه ثریا وزیره پاتې شوې.

رولا غني وايي چې ملکه ثریا په افغانستان کې ثابت او محکم تعلیمي نظام جوړ کړی و چې د کورنيو جګړو پورې عملي کیدو. هغه وايي چې د ملکه ثریا لخوا جوړ شوی سستم پر مټ زیات شمېر افغانان بهر ته لېږل کېدل چې یو هم د نوموړي خاوند اشرف غني و چې لبنان ته ولېږل شو.

لبناني الاصله رولا غني چې په ۱۹۶۲ کې د اشرف غني سره بلده شوې، د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ مسیحۍ لومړۍ مېرمن ده.

بشپړه ویډیو

www.youtube.com/watch?v=qYD1CCClPRA

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

په تګلياره دی ښه پوهيږو چې ته څه غواړی او ددې خبرو څخه دې هدف څه دی ؟ ددې غوړو خبرو څخه ددې ښځې هدف د مسلمانو ښځو په اړه د غرب د کرغړنې تګليارې پلې کول دي چې غواړی ښځه په کډ او مختلط پوهنتون ، دفتر او کار ځای کې د بيګانه نارينه سره اوږه په اوږه کار وکړي او د ښځې څخه غرب خپل اهداف تر لاسه کړي ، د دوی هدف د اسلام څخه سکولر امريکن اسلام دی داسې اسلام چې حکومت او قضاء به د غرب وي په حکومت کې به اسلام هيڅ وجود ونلري… نور لوستل »

Hameed

اوس دومره څوک نشته چی لدی پوښتنه وکړی چی که ستا له نظره اسلام دومره ښه دین ده او ښځو ته یی دومره اوچت مقام ورکړی ده او په حقانیت یی قایله یی او په خلاف یی کومه خطرناکه دسیسه او پلان مخته نه وړی نو ته ولی تراوسه په خپل دین (عیسویت ) باقی پاتی یی او د ښځو ټول اسلامی احکام ولی په ځان نه تطبیقوی آیا په دا کوم شکل او صورت چی ته د تلویزیون په پرده د نا محرمو په مخ کی را څرګندیږی اسلام په دهغه شکل و ښځی ته د را څرګندیدلو اجازه… نور لوستل »

yousuf

که په وړاند یې مسلمانان د مجهادینو سره یو ځای نه شي او د دغو سرونو ورپری نه کړي د مکارو ګېډرانو تر منځ ژوند کول سل په سل که نن نده سبا او که سبا نده بل سبا د دوی ښکار به شي لکه چې ډېر بې شرفه یې ښکار شوې، فکر وکړئ د نن بی ستره پرون سترمند ول نن بی ستره دي، نن چې څوك سترمند دي هېر دی نه کړي که پېل نه کړو ژر ده چې زموږ حال به هم پرون سترمند او نن حتی ډېر له ایمانه خلاص ان شاء الله چې دروغ به… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx