نړۍ

صومال: د «الشباب» په برید کې وزیر او دوه مرستیالان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل):  دوهم تعقیب: د صومال په پلازمېنه مقدیشو کې د «الشباب جهادي ډلې» په برید او چاودنو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېدلو.

په وژل شوو کې د ترانسپورت وزیر او د نوموړي دوه مرستیالان هم شامل دي او د ټپيانو شمېر تر ۳۰ اوړي چې د زیاتو یې حالت نازک دی.

د الجزیره تلویزون د راپور پر اساس په برید کې د صومال لومړي وزیر مرستیال او یو شمېر وزیران ټپیان شوي دي او د تلفاتو د ډيریدو انديښنه هم شته دی.

د الشباب جهادي ډله دغه عملیات په داسې حال کې کوي چې د صومال حکومت دغې ډلې پر ضد پوځي عملیات پیل کړي چې له کبله یې د صومال په حکومتي ځایونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

وروستی برید هم د دغه هېواد چارواکو ته دا پیغام ورکوي چې دوی اوس هم موجود دي او ددې توان او قدرت لري چې د پلازمېنې مقدیشو په زړه کې عملیات وکړي او ستر چارواکي په نښه کړي.

الجزیره تلویزون د خپل خبریال له قوله وايي چې په صومال کې د شباب پر ضد د عملیاتو وروسته په مقدیشو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د شباب وروستی برید د امنیتي چارواکو وړاندې ډیری سوالونه راپورته کوي.

له بله پلوه اناضول اژانس وايي چې د وژل شوو شمېر ۱۲ ته ختلی. همدا راز په برید کې د بندرونو وزیر نور حرسي، د مقدیشو ښاروال مرستیال محمد آدم او د «دلجر» ګوند رییس عبدالشکور د ټپونو له کبله ساه ورکړې.

خو فرانس پریس خبري اژانس بیا د صومالي چارواکو له قوله لیکلي چې په برید کې تر ۲۵ زیات کسان وژل شوي دي.

Somalia Violence

لومړی تعقیب

د صومال په پلازمېنه مقدیشو په یوه هوټل د «الشباب» په نوم ډلې په برید کې د ترانسپورت وزیر او دوه مرستیال وژل شوي او د لومړي وزیر لومړی مرستیال په شمول یو شمېر وزیران ټپي شوي دي.

د الجزیره تلویزون د راپور په اساس د صومال «الشباب جهادي ډلې» په پلازمېنه مقدیشو کې په سنټرل هوټل هغه مهال برید وکړ چې یو شمېر وزیران په هوټل کې دننه موجود وه.

یاد تلویزون د خپل خبریال له قوله لیکي چې سنټرل هوټل د پلازمېنې مقدیشو په منځ کې پروت دی. دغه هوټل ته څېرمه جمهوري ریاست ماڼۍ او د صومال استخباراتو ودانۍ پرته ده.

همدا راز د برید پر مهال په هوټل کې ۷ وزیران، د لومړي وزیر مرستیال په شمول زیات شمېر سیاستوال او د پارلمان وکیلان موجود وه.

د برید د تفصیلاتو په اړه ویل شوي چې وسله‌والو لومړی د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر د «سنټرال» هوټل دننه وچاودلو. راپور زیاتوي چې په برید کې دوه موټر استعمال شول لومړی د هوټل دننه او بل د هوټل مخې ته وچاودید او تر هغه وروسته ډزې پیل شوې.

الشباب جهادي ډله په صومال کې د القاعده نړیوال جهادي تنظیم څانګه ده چې د حکومت پر ضد وسله‌واله مبارزه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x