افغانستان

کنړ: د بهرنیانو په بمباری کې ۱۳ تنه ملکي وګړي ټپيان شول

kuner_province_air_strikeنن ټکی آسیا: د کنړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د ایساف د ځواکونو د بمباری له کبله ۱۳ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

د ایساف رسنیز مرکز وویل چي تیره ورځ د کنړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې دایساف پر ځواکونو باندي د طالبانو د یوه کمین په ترڅ کې وسلوال برید تر سره شو، چي له کبله يې د الوتکو څخه د مرستي غوښتنه وشول.

هغوی زیاته کړه چي د الوتکي څخه ویشتل شوی یو میزایل پر یوه کور ولګیدی، چي له امله يې ۱۳ تنه ملکي وګړي ټپيان شول، چي د پيښي وروسته سمدستي روغتون ته ورسول شول، او ۱۰ تنه يې تر لومړی درملني وروسته کور ته واستول شول، او پاته ۳ لا اوس هم تر درملني لاندي دي.

د سیمي چارواکو هم د پيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي دغه پيښه تیر ماښام مهال را منځته شول.

ایساف دا نه دي ویلي چي په هغه برید کې چي د طالبانو له خوا تر سره شوی وو، څومره بهرني یا کورني عسکر ووژل شول، او یا څومره بریدګرو ته تاوان ورسید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x