دیني، سیرت او تاریخ

ایا اسلام د توري په زور خپور شوی؟

لیکوال: دکتور عبدالحمید سیف النصر عبدالحمید
ژباړه: عبدالباسط عبدالصمد
اسلام آباد پاکستان ۲۰/۰۲/۲۰۱۵

ځینې د اسلام مخالفین دا دعوه کوي چې اسلام د تورې په زور خپور شوی، خو داد حقیقت یو غلط او لرې تعبیر دی ، په دې اړه یو څو وجوهات :

اول : که چرته اسلام د تورې په مټ خپور شوی وي نو اول توره چا اوچته کړې؟ چا په ابوبکر الصدیق، ابوعبیده بن الجراج او زبیر بن العوام رضی الله عنهم باندې ظلم او سختي وکړه؟ همدارنګه بلال بن رباح د چا له لاسه په عذاب شو، او ددین دپریښولو کوښښ یې د چا لخوا وو؟ او څه پیښه د یاسر د کورنۍ (یاسر،عمار، ثمیا) سره وشوه؟ او داسې نور ظلمونه کوم چې زیاته برخه یې کمزوري او بې وسه مسلمانان وو. او په هغه وفدونو د چا له خوا زور وو کوم چې د هجرت په نهم کال د مکې د فتحې نه وروسته مدینې ته روان وو، او په اسلام کې ډلې ډلې داخلیدل، ددوې په وړاندې خو کومه توره نه ښکاریده چې یا اسلام کې داخل شه که نه نو…؟ نو ددې وجې نه دغه کال د وفدونو په کال یا (عام الوفود) ونومول شو.

دویم: حرب او جنګ په اسلام کې ددې لپاره نه دی چې خلک په زور سره دین کې داخل کړي، بلکې ددې لپاره دی چې ددعوت مخه ونه نیول شي، که چیرته قریش د محمدي دعوت په مقابل کې نه وای ودریدلی نو هیڅکله به دهغوی سره جنګ نه وای شوی، خو هغوي نه غوښتل چې اسلامې دعوت خپور او عام شي. څرنګه چې الله تبارک وتعالی فرمایي: (أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴿۳۹﴾ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۴۰﴾ الحج: ٣٩ – ٤٠
ژباړه: حکم ورکړی شوی دی (دقتال) هغو کسانو ته چې قتال(ظلم) ورسره کولی شي(دکفارو لخوا) پدې سبب چې بیشکه په دوی ظلم شوی دی،او بیشکه الله په مرسته او مدد د دوی ښه قادر دی(۳۹). دا هغه کسان دي چې ایستل شوي دي له خپلو کورونو په ناحقه سره، او خاص په دې سبب چې ویل به یې: زمونږ رب یوازې الله دی، او که چیرې الله نه وی دفع کړی ځینې خلک په ځینې نورو نو خامخا نړول شوي به وی تکیې، مدرسې، عبادتخانې او مسجدونه چې په هغې کې به دالله نوم ډیر ډیر یادول کیدلو، او خامخا به الله مرسته وکړي د هغه چا سره چې وغواړې، بیشکه الله ډیر قوي او زور والا دی .

ددې ایت شرح او تفسیر :

د ایت شروع په (اذن) سره ده او دا یو خبرداری او اطلاع ده، مفهوم ددې دادی چې قتال او جنګ اصل نه دی مګر ستاسو وروتل هغوي ته دا مهم دي، او دا وروتل اجازي ته ضرورت لري تر څو شرعي شي.

دغه اذن، اجازه، یاوروتل چې شرعي وي، نو ځکه ور ووځئ تر څو ظالم د ظلم، مظلوم د ظالم د ظلم څخه خلاص کړی،

جنګ په اسلام کې ددې لپاره دی چې مسلمانان د نورو د ضررونو څخه په امن کړي.

ددې ضرر کوم چې اسلامي حکومت یا مسلمانانو ته متوجه دی دا نه ختمیږي مګر په قتال او جنګ سره، او ددې د ختمیدو بله هیڅ چاره نه شته.

دریم : څرنګه دا خلک دا فکر کوي چې اسلام د تورې په زور خپور شوی او قرآن کریم پدې هکله ښکاره اعلان کوي، الله تعالی فرمایې:( لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنْ الغَيِّ) البقرة: ٢٥٦

ژباړه: نشته هیڅ زور په منلو ددين کې، په تحقیق سره ښکاره ده سمه لاره (ایمان) له ګمراهۍ (کفر) ځنې.
نو پدې خاطر مونږ وایو چې اسلام مونږ ته زمونږ لاره راڅرګنده کړې، مونږ یې د ګمراهۍ نه هدایت او نیکۍ طرف ته رابللي یو، خو ددې نه وروسته (چې په دین کې سختې نشته که تاسو یې منئ یا نه) الله تعالی انسان ته اختیار ورکړ چې که هره لار اختیار وي، نو فرمایې:( وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاء فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاء فَلْيَكْفُرْ ) ﴿۲۹﴾ الكهف: ٢٩

ژباړه: ووایه آی محمده : حق ستاسې درب لخوا دي، هر څوک که خوښه یې وې ایمان دې راوړي او که د چا خوښه وي کافر دې شي.

نو ای مسلمانانو دا حق خبره ده، ددې اظهار او اعلان وشو، نو بیا انسان ازاد دی که مني یې که نه یې مني بغیر دکوم زور او جبر نه.

څلورم: که چرته مونږ تاسو سره دا ومنو چې اسلام د تورې په مټ خپور شوی په جزیره عرب کې، نو چا په شرقي اسیا، دافریقیا په ځنګلونو او داسې نورو لرې ځایونو کې خپور کړ،او حال داچې ددوي سره دعربو هیڅ قسمه تړاو نه وو بغیر د تجارت نه، او په دې ځایونو کې اسلام نه دی خپور شوی مګر د مسلمان تجارانو په واسطه، ځایي خلکو چې کله د مسلمانانو اخلاق ولیدل کومو چې به دهغوې سره معامله کوله نو اسلام ته به مائل شو، دوی په مسلمانانو هیڅ کې ونه لیدل مګر خیر، امانت، ریښتینولې او همداسې نور صفات، نو په دې وجه دوی اسلام کې داخل شول.

پنځم: که چبرته اسلام دتورې په مټ خپور شوي وي لکه څرنګه چې یې دا خلک تعبیر کوي نو په مصر کې ولې خلکو اسلام ته د داخلیدو لپاره عجله کوله؟ حال داچې دا ډیره وروستۍ خبره ده، کله چې مسلمانان مصر ته راغلل نو اهل مصر چې څه وخت داسلام په اهمیت پوه شو نو اسلام یې قبول کړ، دا په دوی کومه لازمې خبره نه وه، چې یا به اسلام منئ کنه نو توره، مګر هغوي په خپله خوښه او رضا سره اسلام قبول کړ.

شپږم: په مسلمانانو دا لازمې وه چې که کوم فتح شوي ځایونه دې او په هغې کې غیر مسلم خلک اوسیږي نو د هغوي نه به یو اندازه روپۍ اخیستل کیږي، ددوي دسر، مال، دین او داسې نورو دحفاظت په بدل کې چې هغې ته جزیه ویل کیږي، د جزیې ورکړه اسلامي حکومت ته یو ضروري عمل دي.

همدارنګه لکه مونږ ذکر وکړ چې اسلام د تورې په زور نه دی خپور شوی، لکه څنګه چې دا خلک په اسلام دا تور لګوي، بلکه توره د اسلام او مسلمانانو ددفاع په خاطر اوچته شوي، اسلام دوینې د تویولو دین نه دی ، بلکې اسلام یو فطري او سالم دین دی او د سالم فطرت سره موافقت لري، هغه دین دی چې دیو انسان عقل مخاطب کوي او درجې یې اوچتوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x