لیبیا: په چاودنو کې ۴۰ تنه مړه او تر اویا زیات کسان ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل): د لیبیا په ساحلي ښار القبه کې نن سهار درې پرلپسې چاودني شوي چې له کبله یې لږ تر لږه ۴۰ کسان او تر او ۷۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د تفصیلاتو سره پيښه نن سهار د (القبه) ښار په منځ کې درې جلا جلا چاودني په یوه وخت تر سره شولې، چې زیات ګمان کیږي د موټرو په واسطه باندي سرتیري بریدونه وه.

د اسلامي دولت جنګیالیو په نامه په ټویټر کې جوړ شوي یوه اکاونټ کې ویل شوي چې برید د اسلامي دولت جنګیالیو د مصري ځواکونو د برید په ځواب کې تر سره کړی، تر څو د هغو کسانو انتقام واخلي چې د مصر په بمباریو کې وژل شوي.

باید وویل شي چې د القبه ښار د متقاعد جنرال حفتر تر کنترول لاندي دی، څوک چې د مصر په ملاتړ باندي د لیبیا د لیري شوي حکومت په ضد جګړه کوي.

د اسلامي دولت له خوا په بیان کې ویل شوي چې دوی په دغه برید کې د جنرال حفتر د قیادت مرکزونه په نښه کړي، چیري چې د لیبیا د ولس په خلاف د جګړې پلانونه جوړیږي.

ویل کیږی چې د برید اهدافو کې یو د پولیسو مرکز، یو بل حکومتي ودانۍ او یو پټرول پمپ وو.

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندي د اسلامي دولت جنګیالیو د مصر ۲۱ تنه نصراني اتباع په چړو حلال کړل، چې په جواب کې مصر د لومړي ځل لپاره په علني توګه د دغه ګوند په خلاف په لیبیا کې بمبار وکړ، او تر د اسلامي دولت د جنګیالیو تر څنګ یې په لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړول.

مصر په لیبیا کې د سیکولر نظامي ځواکونو ملاتړ کوي، ددغو ځواکونو مشري د لیبیا د حکومت پخوانی جنرال حفتر کوي، څوک چې په هیواد کې د اسلامي تنظیمونو او د لیبیا د انقلاب وروسته د جوړ شوي موقت حکومت په خلاف په پاڅون لاس پوري کړی، چې له کبله یې دغه هیواد په کورني جګړه کې ښکېل شوی، او هیواد په شرق او غرب باندي ویشل شوی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د