افغانستان

دفواید عامي وزارت: ډیر ژر به داورګاډي دپټلي دجوړولو کار پیل کړو

(نن ټکی ا سیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۱) دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ داور ګادي دپټلی دغزلو دتخنیکي څیړنو کار داوطلبي ته اچولی دي.

دافغانستان  فوايد عامي وزارت مرستیال وزیر احمد شاه واحدي له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ داور ګادي د ۲۲۰ کیلومټره پټلي دغزیدلو لپاره یوه میاشت مخکی لا دغه کار دنړیوالو شرکتونو په وړاندی داو طلبی ته لویدلی وو.

نوموړي زیاته کړه تراوسه پوري ددغي پټلي دغزولو دتخنیکي څیړنو لپاره شپږو شرکتونو، یو له افریقا، یو له بنګلدیش، یو قرغزستانی اودرو نورو ایراني شرکتونو وړاندیزونه کړی دي، واحدي وایی یوه  افغانی شرکت هم دي ته زړه ښه کړی دي چی دغه داوطلبی  کی برخه واخلي.

دافغانستان دفواید عامي وزارت وایی چی ددغي کار دتخنیکي   اټکل او مطالعه کولو کی به یونیم ملیون ډالره لګښت راشي ، او راتلونکي دوو میاشتو پوری به له پورته ذکرشویو شرکتونو کی یوه شرکت سره قرارداد وکړي.

مرستیال وزیر واحدي وایی ددغه کار دبرسي لپاره به ۵۰۰ زره ډالره دفواید عامي وزارت له لوری اوپاته نوري به ورته داسیا دپرمختیایی بانک له لوري ورکول شي.

نوموړي زیاته کړه داورګاډي دلیکي دبرسي کاربه د اړونده شرکت له لوري راتلونکو شپږو میاشتو کی دمزارشریف له ښارڅخه بیا ترفاریاب ولایت پوري بشپړ شي.

دفواید عامي وزارت وایی دغه کارباندی به ۳۵۰ ملیونه امریکایی ډالره مصرف راشي، دترکمنستان له بندره بیا فاریاب ولایت تراندخوي ولسوالي پوره به دغه پټلی دترکمنستان هیواد جوړه وي.

همدارنګه دکانونو اوصنایعو وزارت له په یوه خپاره شوی خبرکی راغلی دي چی له کابله ترمزارشریف اوهمدارنګه له کابله بیاترتورخمه پوري به داورګادي پرپټلي باندی ډیر ژرکار پیل کړي.

دوي ورځی مخکی داسیا دپرمختیایی بانک لخوا څخه په افغانستان کی د۱۴۵ کیلومټره سړک اوهمدارنګه دغه هیواد کی د اورګادي لپاره د مستقلي اداري دجوړولو لپاره ۲۲۲ ملیونه امریکایی ډالره مرسته اعلان کړه.

له مزارشریف څخه بیا دحیرتان تربندر پوری داورګاډی لپاره ۷۵ کیلو مټره پټلي لا له پخوا څخه داسیا دپراختیا بانک له لوري څخه جوړه شوی ده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x