افغانستان

چوهدري نثار: د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري «معجزه» ده

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان په واشنګټن کې له خپل هېواد سره د افغانستان همکاري «معجزه» بللې ده.

علي خان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره واشنګټن کې وویل:‌ «زه فکر کوم چې د ترهګرۍ د مبارزې په برخه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري یوه معجزه وي.»

پاکستانیان له هغې راهیسې د کابل له سیاستونو څخه خوشاله دي، چې په کابل کې د اشرف غني له واک ته رسېدو سره د پاکستان حکومت ته یو لړ داسې امتیازات ورکړل شوي چې د دوو هېوادونو په اړیکو کې بې ساري دي. ولسمشر غني د پاکستان د پوځ مرکزي ادارې ته په خپله ولاړ چې د شنونکو له انده د دیپلوماتیکو نزاکتونو «خلاف» عمل و. د غني له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان لوی درستیز څلور وارې کابل ته سفرونه کړي دي.
ولسمشر غني سربېره پر دې پاکستان ته څلور مهم امتیازات ورکړل:

– له هند سره یې د افغانستان د وسلو تړون وځنډاوه؛
– په لومړي ځل یې افغان افسران پاکستان ته د روزنې لپاره واستول؛
– پاکستان ته یې منځنۍ اسیا د ته د لاسرسي زمینه برابره کړه؛
– پاکستان ته یې د پاکستاني طالبانو جګپوړی قومندان (لطیف الله محسود) وسپاره.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه والی یو «ډېر لوی مثبت بدلون» ګڼلی دی. ولسمشر غني د خپل نوي پاکستاني سیاست له امله په کابل کې د کارپوهانو له خوا تر فشار لاندې دی.

سربېره پر دې، د پېښور له پېښې وروسته په پاکستان کې، په تېره خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني حکومت له لورې د افغان کډوالو د ځورولو په تړاو د ولسمشر غني سکوت هم پاکستان ته امتیاز باله شي. غني تر دې دمه له افغان کډوالو سره د نامناسب چلند ستونزه له پاکستان سره نه ده مطرح کړې.

د غني له واک ته رسېدو راوروسته په پاکستان کې په تېره پوځ نژدې سیاستوال د افغان حکومت له سیاستونو راضي برېښي. تېره اوونۍ د پاکستان پخواني د دفاع وزیر، متقاعد جنرال آصف ملک په اسلام اباد کې وویل: «د اشرف غني حکومت پاکستان ته د طالبانو له «ښه» حکومت څخه هم ډېر همکار دی». دغه پاکستاني جنرال چې ترهګرۍ ضد یوې مطالعاتي غونډې ته وینا کوله د اشرف غني سیاستونه یې د پاکستان په ګټه وبلل.

د ولسمشر غني د دغه پاکستان پاله سیاست په مقابل کې لږ تر لږه له افغان کډوالو سره هم د دغه هېواد سلوک نه دي ښه کړي. دا چې پاکستان به په خپل بهرني سیاست کې تر کومه د اشرف غني «اخلاص» په پام کې نیسي، تر اوسه نه ده معلومه. پاکستان تر اوسه د غني له خوا د امتیازاتو وروکولو په مقابل کې څه نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x