fbpx

په څو کرښو کې لوی مفاهیم- ۱۶

لیکوال: حامد افغان

 (1) “د وني لاندې”

ګورئ دنګې مانۍ او اسمان څک قصرونه مو فکرونه بوخت نه کږي، د نړۍ خورا لويې پریکړې او سترې کارنامې “د ونو لاندې” تر سره شوې دي. لقد رضي الله عن المؤمنين إذْ يُبايعونك تحت الشجرة. یعني كومو مومنانو چې ستا سره “د وني لاندې” بیعت کاوه الله له هغوی نه راضي دی.

(2) هغه وخت نه دی راغلی؟

هغه وخت راغلی دی چې د مومنانو زړونه د الله ذکر او یاد ته ټیټ او عاجزه شي او قران ته تسلیم شي، او داسې دي نه کیږې لکه هغه مخکیني خلک چې کتاب ورکړل شوی و نو په هغوی چې اوږد وخت ووت زړونه یې سخت شول او د هغوی ډېر فاسقان وو . پوه شئ بې شکه الله ځمکه له مرګ وروسته ژوندۍ کوي موږ تاسو ته نښې بیان کړې دي څو تاسو له عقل نه کار واخلئ . أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آَمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ * اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآَيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ} [الحديد: 16، 17].

که څوک حق او قران ته ځانونه تسلیمول غواړي دا ایت دي مکرر تلاوت کړي او په دې ایت کې نور تفصیلا دي زده کړي ، کله چې د یهودو په یهودیت کې ډېر وخت ووت نو په خپل دین یې منګولې سستې شوې ګڼ شمیر بیلاري او فسادونه په کې پیدا شول د هغوی مثال موږ ته په دي ایت کې بیان شوی دی، اوس زموږ د امت هم په اسلام کې څو سوه کلونه وتلې دي او همدا وجه ده چې په دین باندې اعتصام او منګولي لګول کمزوري شوې دي ، دا ایت د قران اعجاز موږ ته راښیې یعني دا ایت لکه همدا اوس چې زموږ له پاره نازل شوی وي ، تعبیر او اسلوب یې ډیر عجیب او ښکلی دی : أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آَمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ .. ایا د مومنانو له پاره هغه وخت نه دی راغلی چې زړونه یې نرم شي، یعني د مومنانو له پاره هغه وخت راغلی دی چې د الله یاد او قران ته زړونه عاجزه کړي، قرانکریم عملي او ځانونه اصلاح کړي.

(3) بې غرضه ښېګڼه

کله چې له یو چا سره ښېګڼه وکړې د شکریې او مننې مه ورته وایه، بلکي له ښېګڼې وروسته مخ ور نه واړوه، څو د هغه کمزوري او حیا ستا په مخ کې بربنډه نه شي، موسی علیه السلام چې د مدین ښار د سپینږیري شعیب له لوڼو سره ښېګڼه وکړه د هغوی میږي یې وراوبه کړې نو له دوی نه روان شو او د یوې ونې سیوري ته کښېناست. فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰ إِلَى الظِّلِّ .القصص 24.

د دا ډول سوچه، او بې غرضه مرستي او ښېګڼې اجر باید یواځي له الله نه وغوښتل شي، لکه موسی علیه السلام چې له وني لاندې له الله نه وغوښتل: څښتنه! زه ستا ښو ته اړ یم، او الله جل جلاله د شعیب له همدې دوو لوڼو نه یوه یې د ده په نصیب کړه.

(4) د مور او پلار له ملګرو سره ښېګڼه

عبدالله بن عمر رضي الله عنهما حج ته په سفر روان و دی به چې د اوښ په سپرلي ستړی شو یو خر یې و په هغه به سپور شو یوه ورځ دی په خره سپور و په لاره کې یو کوچي پرې راغی، ده ورته وویل: ته فلانی د فلاني زوی نه یې؟ هغه ورته وویل: یم، عبدالله هغه ته خپل خر ورکړ او ورته ویې ویل په دې سپور شه، او خپله د سر پګړۍ یې ورکړه ورته ویې ویل دا په سر کړه، یوه ملګري یې ده ته وویل: الله دي بښنه درته وکړي! دې کوچي ته دي خپل خر او د خپل سر پګړۍ ورکړل کوچیان په کم شي هم خوشاله کیږي؟! عبدالله ورته وویل: د دې کوچي پلار د عمر رضي الله عنه ملګری و او ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوریدلي هغه وفرمایل: د خپل پلار له مرګ وروسته د هغه له ملګرو سره ښېګڼه کول تر ټولو زیاته ښېګڼه ده. عن عبدالله بن عمر قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: إن من أبر البر أن يصل الرجل أهل ود أبيه بعد أن يولى. رواه مسلم ، رقم ( 2552 ) [ 13 ] . ریاض الصالحین للنووي.

له دې کیسې نه معلومولی شو چې د پلار له ملګرو او د ملګرو له زامنو سره ښېګڼه کول داسې ده لکه له پلار سره ښه کول، او داراز چې د پلار له ملګرو او د ملګرو له زامنو سره ښېګڼه څومره اجر او ثواب لري د مور له ملګرو میرمنو او د هغو له لوڼو او زامنو سره ښېګڼه کول هم لوی اجر او زیات ثواب لري.

(5) دری شیان مه ردوئ

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: دری شیان باید رد نه کړل شي: بالښتونه ، پۍ او خوشبويي . عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ : ثَلاثَةٌ لا تُرَدُّ : الْوَسَائِدُ , وَالدُّهْنُ , وَاللَّبَنُ . رواه الترمذي وغیره.

د انس بن مالک رضي الله عنه یو شاګرد وایي: ده ته به که چا خوشبويي ورکړه هغه به اخیستله او نه به یې ردوله، هغه به ویل چې رسول الله صلي الله علیه وسلم به د چا خوشبويي نه ردوله . د حدیثو شارحین لیکي: څوک چې میلمه ته بالښت ږدي هغه یې باید رد نه کړي، داراز که خوشبويي او شیدې یو څوک درکوي باید رد نه کړل شي او ومنل شي، ځکه دا داسي ډالۍ او ورکړي دي چې ارزښت یې زیات نه دی او د خلکو په منځ کې د میني زیاتولو لامل ګرځي او د داسي شي ردول او نه منل مناسب نه دي او شرعا مکروه دي .

(6) د تلاوت کوونکي مسلمان مثال

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کوم مومن چې قران تلاوت کوي د هغه مثال د اترجه (یوډول لیمون) په څیر دی چې بوی یې هم خوږ ده او خوند یې هم ، او کوم مومن چې قران نه وایي د هغه مثال د خورما په څیر دی چې بوی نه لري او خوند یې ښه دی ، او کوم منافق چې قران وایي د هغه مثال د ګل بابري (ریحان) په څیر دی چې بوی یې ښه او خوند یې تریخ دی، او کوم منافق چې قران نه وایي د هغه مثال د مڼه غونې (حنظله) په څیر دی چې بوی هم نه لري او خوند یې هم تریخ دی. عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ ؛الأُتْرُجَّةِ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ, وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ؛ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ؛ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْحَنْظَلَةِ لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ) صحيح البخاري، برقم: (5427)، واللفظ له، وصحيح مسلم، برقم: (797).

اترجه څه شی دی ؟

کوم مومن چې تلاوت کوې دهغه مثال د اترجه په څیر دی چې خوند او بوی یې دواړه ښه دي ، په عربي کې د اترجه نور نومونه هم شته لکه : الليمون الفردوسي، تفاح العجمي ، تـُرُنج ، كباد ، تفاح ماهي او .. او په انګلیسي کې [ CITRON APAM’S Apple ] ورته وایي. داسې میوې نورې هم شته چې بوی او خوند یې دواړه ښه وي په حدیث کې په ځانګړې توګه د اترجه یادونه ځکه شوې ده چې دا میوه خورا زیات خصوصیات او ځانګړنې لري ، یو خو د دې میوې پوټکی د ځانګړیو ناروغیو علاج دی، او دانې یې د زهرو له پاره علاج دی، پخپله د دې میوې خوراک ډېر زیات ګټور ده، معده صفا کوي ، هضم راولي، خوږه هم ده ، بوی یې هم ښه ده ، باکتریا ضد ده ، د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي اوداسې نور، او رښتینی مومن هم دومره ګټور او د هر چا په ښمر کیدونکی وي.

(7) څو غوره نبوي لارښووني

عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وایي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: هغه انسان الله ته له هرچا ډېر ګران دی چې خلکو ته ډېره ګټه رسوونکی وي، او د یوه مسلمان زړه خوشاله کول تر ټولو غوره عمل دی، او له یوه مسلمانه غم لري کول ترټولو غوره عمل دی، او د یوه مسلمان پور پرې کول تر ټولو غوره عمل دی، او د یوه وږي مسلمان ګیډه مړول ترټولو غوره عمل دی، او که له خپل مسلمان ورور سره د هغه د حاجت پوره کولو له پاره ووځم دا په جومات کې له یوې میاشتي اعتکاف غوره ګڼم ، او څوک چې غوسه وخوري خدای به یې پرده وکړي ، او که یو څوک خپله غوسه عملي کولی هم شي خو عملي یې نه کړي د اخرت په ورځ به یې زړه د الله له رضا نه ډک شي ، او څوک چې له مسلمان سره د هغه د حاجت پوره کولو له پاره ووځي څو یې پوره کړي الله به یې په اخرت کې د قدم ښویېدلو په ورځ قدم ثابت لري ، او بد اخلاقي عمل داسي خرابوي لکه سرکه چې شاة خرابوي.

عن عبدالله بن عمر رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : أحب الناس إلى الله أنفعهم ، وأحب الأعمال إلى الله عز وجل سرور تدخله على مسلم ، أو تكشف عنه كربة ، أو تقضي عنه دينا ، أو تطرد عنه جوعا ، ولأن أمشي مع أخي المسلم في حاجة أحب إليّ من أن اعتكف في المسجد شهرا ، ومن كف غضبه ستر الله عورته ، ومن كظم غيظا ، ولو شاء أن يمضيه أمضاه ، ملأ الله قلبه رضا يوم القيامة ، ومن مشى مع أخيه المسلم في حاجته حتى يثبتها له ، أثبت الله تعالى قدمه يوم تزل الأقدام ، وإن سوء الخلق ليفسد العمل كما يفسد الخل العسل. رواه الطبراني في الكبير ، وابن أبي الدنيا.

(8) لارې پاکې لرئ

له لاري هر ضرري شی لري کول صدقه او خیرات ده. وَتُمِيْطُ الأَذى عَنِ الطَّرِيْقِ صَدَقَةٌ”. رواه البخاري ومسلم. . او هغه خلک دي له خدایه ووېریږي چې د خلکو په زړونو کې اغزي ماتوي، خلک ښکنځي او ترټي، او شپه ورځ یې په غندنو او ترټنو خوله خلاصه کړې وي.

(9) د عمر ژړا

عمر بن الخطاب رضي الله عنه یوه شپه په د مدیني په ښار کې ګرځیدی، له یوه کور نه یې د یوه سپینږیري غږ واوریدی چې ویل یې:
علي محمد صلوة الابرار
صلي عليه الطيبون الاخيار
هل تجمعني وحبيبي الدار
عمر د هغه سپینږیري د کور دیواله ته ډډه ووهله او په ژړا سر شو.

(10) د ژبي ساتنه

خبرې لکه درمل، کم او مناسب یې ګټور، زیات یې سړی وژني. عمرو بن العاص رضي الله عنه. یوه هوښیار ته چا وویل: په بنیادم کې څومره عیبونه دي؟ هغه وویل: بې شمیره دي، خو بنیادم ” یو ” داسې خوی لري که هغه خپل کړي ټول عیبونه به یې پټ کړي او هغه ” د ژبي ساتنه ” ده.

(11) همتونه لوړ کړئ

د کال 440هـ کیسه ده یوه ورځ دوه لوی عالمان: مشهور ظاهري فقیه ابن حزم الاندلسي او مشهور مالکي فقیه ابو الولید الباجي رحمهما الله تعالی؛ سره یو ځای شول، د دوی دواړو تر منځ مناظره پیل شوه، کله چې مناظره پای ته ورسیدله ابو الولید الباجي ابن حزم ته وویل: زما معذرت ومنه، زما مطالعه به اکثره وخت د پیردارانو څراغونو ته وه.

ابو الوليد الباجي رحمه الله فقیر و، هیڅ یې نه لرل، آن په کور کې د ډېوې د تېلو وس یې هم نه لاره، نو د پیردارانو څراغونو ته به یې مطالعه کوله، د ښپې له مخي به د پیردارانو څراغونه په لاسونو کې وو د ښار ساتنه به یې کوله، ابو الولید الباجي رحمه الله به په هغوی پسي ترشا روان و، کتاب به یې په لاس کې نیولی و او مطالعه کاوه به یې!، نو ځکه یې ابن حزم ته عذر وویلې. الهمة طریق الي القمة.

(12) نوم ورکی عسکر

په لومړۍ نړیواله جګړه کې یوه فرنګي عسکر چې ” هنري ټنډي ” نومیدی د جګړې په ډګر کې د الماني پوځ یو ټپي عسکر وژغوری، که څه هم هغه د دښمن د پوځ عسکر و خو هنري هغه د انساني عاطفي پر اساس پټ ساتلی و او له درملني وروسته یې پرېښود، وروسته هنري پخپل دې کار تر مرګه سخت پښیمانه و ځکه هغه المانی عسکر ” اډلوف هټلر ” و! .

(13) مینه

ماشومان پخپلو کې د رنګ او توکم پراساس له یوه بل سره مینه یا له یوه بل نه کرکه نه کوي، نو معلومه شوه چې توکميز تعصب او کرکه اکتسابي ده فطري نه ده، نو که یو انسان کرکه او تعصب زده کولی شي کولی شو هغه ته مینه هم ور زده کړو.
که غواړو چاته مینه ور زده کړو له هغه مخکي باید مینه ور سره وکړو. او لکه په نبوي حدیث کې چې راغلي د مومنانو پخپلو کې له یوه بل سره مینه د هغوی د ایمان په تکمیل کې ښه مرسته کوي.

(14) دوه مختلفې پیښې:

فیل د بورې بورۍ پټه کړه، او میږي دبورې یوه دانه پټه کړه، میږی سمدستي ونیول شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو، او د فیل غټ جسم له هغه سره له قانون نه په پټیدلو کې مرسته وکړه. ویې منئ دا زموږ دسیمې ځمکني حقائق دي.

(15) استغفار

سفیان الثوري رحمه الله وایي: عجیبه ده! څوک چې د نجات سپرلي لري هغه به څنګه غرقیږي؟!، چا ورته وویل: د نجات سپرلي څه شی ده؟ ده وویل: ” استغفار “. ابن رجب الحنبلي رحمه الله وايي: که له نېکانو سره په ښو عملونو کې سیالي نه شې کولی له ګناهګارو سره خو په ” استغفرالله ” ویلو کې سیالي وکړه.

(16) کیسه کا یوه زړه به هره شپه هر چا ته بښنه کوله نو ارام ژوند یې و، د الله په ویش به راضي و نو ژوند یې خوشاله و، او په هر حال به یې ” الحمد لله ” ویله نو شپه ورځ به یې موسکا په خوله وه.

(17) کوم قوم چې خپل ظالمان ستايي هغوی د مظلومیت او غلامي په تیارو کې روږدي شوي دي او د ازادي او حریت لورته تللې لاره یې ورکه کړې ده.

(18) انسان په په څه لرلو ښه او غوره نه ګرځي بلکي په ورکړه ښه ګرځي، لکه لمر د اور کتله ده خو مخلوقاتو ته رڼا ورکوي.

(19) که د دنیا ژوند اسانه وی نو “صبر” به د جنت دروازه نه بلل کیده، د سلفو یوه عالم ته چا وویل: صبر څه شی دي؟ هغه ورته وویل: دا چې ته په ازمایښتونو او ستونزو کې وې او زړه دي وايي: ” الحمد لله” .

(20) لکه نن سبا چې زموږ وګړي په ټولو حواسو او عجیبه مینه او لیوالتیا لوبو ته متوجه وي د نړۍ د پرمختللیو قامونو وګړي د خپلو هیوادونو لوړو ګټو ته همدومره متوجه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د