
پکتیا: ګردیز کې د ملي امنیت یو افسر وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه ۱۳۹۳ل): د پکتیا ولایت د ملي امنیت یو افسر د ناڅرګندو وسلهوالو په برید کې وژل شوی دی.
د پکتیا ولایت مرستیال والي عبدالولي د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې نوموړی نن مازدیګر ۵ بجې ددغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې وژل شوی.
هغه ویلي چې د پکتیا ولایت د ملي امنیت ریاست پر کدري مرستیال ډګروال احمدشاه ګردیزی ناڅرګندو وسلهوالو د هغه کور مخې ته پر ډزو وژلی دی.
عبدالولي له قوله په ډزو کې د ګردیزي زوی ټپي شوی دی او بریدګر په تېښته بریالی شوی دی.
طالبانو د برید په اړه څه نه دي ویلي خو دغسې ډيری بریدونه طالبان کوي.
دوه ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت د جانيخیلو ولسوالۍ امنیه قومندان هم د طالبانو په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو. په همدې ورځ د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ امنیه قومندان باندې چاودنه وشوه چې په کې نوموړی ټپي شو.
طالبانو په دې وروستیو کې په خپلو بریدونو کې د پخوا په پرتله تیزوالی راوستی. د طالبانو وروستی خونړی برید د لوګر ولایت په امنیه قومندانۍ و، چې لسګونه عسکرو ته په کې مرګ ژوبله واوښتله.
د امریکا او ناټو سره د امنیتي تړون د لاسلیک وروسته طالبانو په خپلو بریدونو کې تیزوالی راوستی دی.