ورزش

«که سیالي ونشوه نو د ټکټونو پیسې بېرته درکوو»

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه ۱۳۹۳ل): د نړیوال جام ۲۰۱۵ اداره وايي چې په برسبن ښار کې د بنګلادیش او استرالیا تر منځ کیدونکي سیالۍ د خراب موسم په اړه یې د کوینزلینډ چارواکو سره خبرې کړي خو که سیالي ونشي، نو د ټکټونو پیسې به بېرته ورکړي.

آی سي سي وايي چې دوی د هغو کسانو په فکر کې دي چې ددغه حالت څخه اغېزمن کیږي.

په برسبن ښار کې باران وریږي او د سختو بارانونو وړاندوینه شوې او ښايي د باران له کبله د بنګلادیش او استرالیا تر منځ سیالي ونشي.

آي سي سي وايي چې د سیالۍ لپاره د بلې ورته ورځې نه شتون له کبله دوی اوس ددې کوښښ او تیاری کوي چې سبا سیالي وشي خو حتمي او وروستۍ پریکړه به د لوبغالي حالت د کتلو وروسته کیږي.

د آی سي سي قوانینو پر اساس سیالي تر څو ساعتونو لپاره ځنډول کیدلای شي خو  د ۲۰ – ۲۰ اورونو لوبول اړین دي.

آی سي سي په خبرباڼه کې ویل شوي چې که په سیالۍ کې په ټولییزه توګه ۲۵ اورونه یا له دې څخه کمه لوبه وشي نو مینه‌والو ته به د ټکټونو پیسې بېرته ورکړي چې د استرالیا د کرکټ د Refund (پیسو بېرته ورکول) پالیسۍ عین مطابق دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x