د سولې «پرمختګونه» که د پاکستان لوبې!

لیکوال: ایمل شمس

په افغانستان کې د ښاغلي اشرف غني د حکومت منځ ته راتګ او د نوي خارجي سیاست طرحه چې پاکستان ته په کې ډير اهمیت ورکړ شوی دی، پاکستان هم دې ته وهڅاوه چې له افغان حکومت څخه امتیاز غوښتلو ته ملا وتړي. د اشرف غني د خارجي سیاست پنځه حلقې ښې دي خو که جمهور رييس د خپلې دې طرحې عمل ته وګوري شاید لږ په شا شي. په دې سیاست کې تر اوسه ایله پاکستان ته امتیازونه ورکړه شوي دي. په مقابل کې د دې پر ځای چې پاکستان داسې اقدام وکړي چې د افغانستان په ګټه وي، مطبوعاتي لوبې ته پایڅې بډ وهلي دي.

نن د پاکستان یوې په اصطلاح معتبرې ورځپاڼې خبر ورکړی چې ګواکې د طالبانو د قطر دفتر بیا کار پیل کړی. دغې پاکستانۍ ورځپاڼې دا هم لیکلي چې طالبان عملاً لګیا دي له امریکایانو سره خبرې کوي. او د سولې نور مذاکرات کيدای شي په اسلام اباد، کابل، دوبۍ او یا هم د چین په پایتخت بيجنګ کې په مارچ میاشت کې ترسره شي.

مطبوعاتي لوبه ولې پاکستانۍ ده؟

جمهور رييس اشرف غني پاکستان ته په ډير کم وخت کې لاندې امتیازات ورکړل:

– له هند سره یې د افغانستان د وسلو تړون وځنډاوه؛

– په لومړي ځل یې افغان افسران پاکستان ته د روزنې لپاره واستول؛

– پاکستان ته یې منځنۍ اسیا د ته د لاسرسي زمینه برابره کړه؛

– پاکستان ته یې د پاکستاني طالبانو جګپوړی قومندان (لطیف الله محسود) وسپاره.

پاکستان ته متاسفانه جمهور رييس دا امتیازات ډير په عجله ورکړل. له پاکستان سره د روابطو نوې مرحله داسې ښکاري چې افغان جهت ډير په عجله عمل کوي او ګمان کوي چې د مقابل طرف اعتماد به جلب کړي. هند غوندې د یوه مهم دوست هيواد له لاسه ورکول عادي خبره نه ده په داسې حال کې چې تر اوسه له پاکستان سره د دوستۍ خبره نامعلومه ده. پاکستان ته د افسرانو استول د یوه خطرناک راتلونکي بد خبر له ځان سره لري. پاکستان ته یې منځنۍ اسیا ته د لاسرسي زمینه مساعده کړه، په مقابل کې پاکستان موږ ته د کراچۍ سرحد کې لږه ازادي هم راکړې ده؟! داسې نور ډېر اقدامات چې متاسفانه بې له کوم دقیق حساب او کتاب څخه ترسره شوي او یوازې مو پاکستان ته خوشباورانه توقعات تړلي دي.

د پاکستان د دفاع پخواني وزیر ویلي چې د اشرف غني حکومت د طالبانو له په اصطلاح دوست حکومت نه هم پاکستان ته ډېر مخلص دی! باید جمهور رييس پاکستان سره په روابطو کې له ښاغلي کرزي سره مشوره وکړو او په یوه ځان او په خپل سر اقدامات یې شاید د پاکستان په دامونو کې وغورځوي.

د افغان جمهور رييس د دومره پرېمانه امتیازونو په مقابل کې پاکستان هېڅ نه لري. پاکستان نه د افغانستان په امنیت کې کوم موثر نقش لوبولی شي او نه هم د افغانستان په سوله کې کلیدي رول لرلای شي. متاسفانه پاکستان چې تر اوسه کومې نارې وهلي یوازې يې د همدې لپاره کړي چې افغان حکومتونه وغولوي چې ګواکې پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري. پاکستان د خپلې همدې ناتوانۍ د پټولو لپاره په خپلو رسنیو کې داسې تبلیغاتو ته شروع وکړه چې ګواکې طالبان یې دې ته واداره کړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. جالبه دا ده چې د سولې د دغو مذاکراتو لپاره پاکستان محتملو ځایونو کې اول د اسلام اباد نوم لیکلی!

پاکستان غواړي د دغو درواغو له لارې افغان حکومت اغفال او افغان کارپوهان و غولوي چې دا دی د اشرف غني د سیاست تغییر نتیجه ورکړه او پاکستان په اصطلاح خپل نقش نه استفاده وکړه.

پاکستان له نوې لوبې څه ترلاسه کوي؟

لکه څرنګه چې مو مخکې ورته اشاره وکړه پاکستان نه د افغانستان په سوله کې کوم نقش لرلای شي او نه یې هم ناامنولو کې. مونږ افغانان متاسفانه دا دیارلس کاله په همدې غلطې محاسبې کې ځانونه پاکستان ته محتاج وګڼل او پاکستان مو ډېر مهم کړ. که پاکستان دومره موثر وای نو ولې له پاکستاني طالبانو سره خپل مشکل نه حلوي. که پاکستان له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې نقش درلودای، نو طالبان یې په هېڅ صورت نه پرېښودل چې قطر کې دفتر خلاص کړي. د قطر د دفتر د خلاصون له هڅو پاکستان په ټوله معنی ناخبره ساتل شوی و. دا د طالبانو سیاسي استقلال ښيي چې باید مونږ ټول ورباندې معترف شو. کاش کې ښاغلي کرزي د دې پر ځای چې د قطر دفتر پر ضد د پاکستان څنګ ونیو، له طالبانو سره یې رابطه نیولې وه او خپل مشکل یې ورسره مطرح کړی و. متاسفانه کرزي صاحب هم په ۲۰۱۳ جون کې د پاکستان د لوبې ښکار شو او هغه څه یې وکړل چې پاکستان غوښتل.

اوس پاکستان له تېرو دیپلوماتیکو ناکامیو وروسته غواړي چې:

• د اشرف له خوا د امتیازاتو د ورکړې بدله لږ ورپوره کړي. پاکستان اشرف غني ته داسې اشارتاً ورښيي چې مونږ ته ستاسو امتیاز ورکولو (تسلیمېدو) نتیجه ورکړه او اس مو دغه دی حتا د قطر طالبان هم خبرو ته مجبور کړل.

• د قطر دفتر په نړیواله کچه ومنل شو چې د پاکستان له تاثیراتو ډېر لرې دی، بلکه د طالبانو مشرتابه د همدې لپاره قطر هېواد انتخاب کړ چې د پاکستان له اغېزو لرې وي. پاکستان غواړي د قطر د فتر طالبان بې اعتباره کړي چې هغوی هم د دوی تر تاثیرلاندې دي.

• پاکستان د دې لوبې له لارې غواړی چین او د نورې نړۍ جهتونو ته ښکاره کړي چې دوی پر طالبانو دومره تاثیر لري.

په عمومی صورت پاکستان په یوه غشي دوه ښکاره کوي. له یوې خوا د طالبانو قطر دفتر استقلال تر سیوري لاندې راوړي او له بلې خوا افغان حکومت ته ښيي چې باید د حامد کرزي سیاستونه تعقیب نه کړي او د پاکستان تاثیر ته غاړه کېږي. په دې ډول کولای شي چې د اشرف غني له حکومت نه نور امتیازات هم واخلي او په مقابل کې اوسنۍ غوندې مطبوعاتي لوبې وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د