
د امریکا د دفاع نوی وزیر سهار وختي کابل ته راورسید
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د دفاع نو وزیر د خپلې دندې په دریمه ورځ نن سهار وختي کابل ته راورسيد.
د امریکا د دفاع وزارت پخپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې اشټون کارټر ته په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جان کمپبل هرکلی وکړ.
اشټون کارټر دوه ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر په توګه لوړه وکړه او د چیک هګل پر ځای يې دنده پیل کړه.
نوموړی د ګډ حکومت د چارواکو له خبرولو پرته کابل ته سفر کړی او په کابل کې يې هم هرکلي ته د ناټو قومندان ورغلی دی.
تر دې وړاندې هم د امریکا پخواني دفاع وزیر او لوړپوړو دولتي چارواکو د افغان حکومت له خبرولو پرته کابل ته سفرونه کړي، چې ډېری وخت يې هرکلي ته هم خپل قومندانان ورغلي.
ویل کېږي اشټون کارټر به د ګډ حکومت له مشر اشرف غني او د هغه د واک شریک عبدالله عبدالله سره وګوري.
کارټر ویلي چې دوی له افغانستان سره دوامداره همکاري غواړي، چې په دې سفر کې به د ګډ حکومت له چارواکو او خپلو عسکرو سره د همدې همکاري په اړه هم وغږېږي.
اشټون کارټر دوه ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر په توګه لوړه وکړه چې کابل ته ناڅاپي سفر يې لومړی بهرنی سفر دی.