ټکنالوژي

د ګلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) بیټرۍ کاروونکي اندیښمن کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲، ۱۳۹۳ل): د ځینو راپورونو پر بنسټ چې د سامسنګ کمپنۍ لخوا په رسمي بڼه نه دي تایید شوي د سامسنګ کمپنۍ نوی سمارټ فون ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) کې کوچنۍ بیټرۍ چې د چارچ ساتلو ټیټه وړتیا لري کارول شوی.

د سامسنګ کمپنۍ پخوانۍ سمارټ فون ګیلیکسي ایس ۵ (Galaxy S5) کې (2800 mAh) بیټرۍ کارول شوی و خو د ځینې راپورونو پر بنسټ د دغې کمپنۍ نوی سمارټ فون کې (2600 mAh) وړتیا لرونکی بیټرۍ چې د ماډل نمبر يي (EB-G925ABE)  دی کارول شوی چې د پخوانۍ په پرتله دوه سوه امپیره کمه ده.

سامسنګ کمپنۍ غواړي د ځینو نورو کمپنیو په څیر نرۍ سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړي چې همدې موخې لپاره يي خپل نوی سمارټ فون کې کوچنۍ او کمه وړتیا لرونکی بیټرۍ کارولی تر څو وکولی شي نرۍ سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړي.

سامسنګ کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون کې د ډیزاین برخې ته ځانګړی توجه کړی او ګیلیکسي ایس ۶ سمارټ فون کې يي زیاته اندازه فلز کارولی.

خو ځینې راپورونه ښيي چې دغه کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون کې نوی او خاص ټکنالوژي کارولی چې په مرسته يي د سمارټ فون په بیټرۍ زیات فشار نه راځي او کولی شي د ډیرې مودې لپاره چارج وساتي.

ګلیکسي ایس ۶ هم د دغې کمپنۍ نور سمارټ فونونو په څیر (5.1- inch Quad HD Super AMOLED) ډسپلې لري کوم چې ډیره کمه اندازه چارج استعمالولو سره په بیټرۍ فشار نه زیاتوي.

دغه سمارټ فون تر اوسه بازار ته نه دی وړاندې شوی او د روان زیږیدیز کال د مارچ میاشتې په لومړۍ نیټه به د هسپانيي هیواد بارسلونا ښار کې د لومړۍ ځل لپاره کاروونکو ته وړاندې شي او له وړاندې کیدو وروسته به هر څه په ډاګه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x