ورزش

ویسټ انډیز د پاکستان غرور مات کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه ۱۳۹۳ل): نړیوال جام کې د ویسټ انډیز لوبډلې پاکستان ته په ۱۵۰ منډو عبرتناکه ماتې ورکړې او د پاکستان غرور یې مات کړی.

ویسټ انډیز او پاکستان چې تر دې وړاندې یې لومړنۍ سیالۍ بایللې وې نن په دې کوښښ کې وه چې په هره بیه وي سیالي وګټي.

ویسټ انډیز د لوبې څخه هغه وخت خپله ګټه پورته کړله چې پاکستان څو پرلپسې تېروتنې وکړې او د همدغو تېروتنو څخه ویسټ انډيز پوره ګټه واخېستله.

په ۳۶ اورونو کې ویسټ انډيز د ۳ ویکټو په سوځېدو ۱۶۷ منډې کړې وې خو په وروستیو ۱۴ اورونو کې يې بیا ۱۴۳ منډې جوړې کړې.
انډرې رسیل د تېز پنځوس منډو نوي ریکارډ نېږدې وه چې جوړ کړی و. هغه په یوازې ۱۳ بالونو ۴۲ منډې جوړې کړې.

ویسټ انډیز په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۱۰ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ۳۱۱ منډې هدف وټاکه.

پاکستان د کرکټ یو ورځيني سیالیو په تاریخ کې تر ټولو بد پیل و. په ۱ منډه د پاکستان ۴ ویکټې وغورځېدلې. ۵مه ویکټ بیا په ۲۵ منډو وغورځېدله او د حالاتو داسې ښکارېدله چې ښايي پاکستان په ډيرو کمو منډو وسوځي.

خو وروسته صهیب مقصود او عمر اکمل په ګډه ۸۰ منډې جوړې کړې خو دواړه لوبغاړو په ترتیب سره ۵۰ او ۵۹ منډې جوړې کړې او وسوځېدل.

شاهد افریدی چې د ډيرو خلکو ورته سترګې وې، هم کومه د پاموړ لوبه ونه کړله، نوموړي ۲۸ منډې جوړې کړې. د افریدي د سوځېدو وروسته پاکستان ټوله لوبډله په ۱۶۰ منډو وسوځوېدله.

ویسټ انډیز پاکستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې ورکړله چې په نړیوال جام کې تر ټولو سخته ماتې ده.

پاکستان بله سیالي دمارچ په لومړۍ نېټه د زمبابوۍ پر خلاف لري.

http://www.dailymotion.com/video/k7tN9WuHQFrSW1accRw?start=205

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Jan m

نن زما سخه د پاکستان پولیسو روپی واخستی زکی خو یی لوبه بیه مره

عبدالرافع میلمه

موږ افغانان خو بیا هم تر پاکستان ډیر ښه شوو. او په نړیوال جام کي ښه وځلیدو ځکه سریلانکا دوه ځله نړیوال جام ګټلي او نن مو ډیر زړونه ور ودربول. پاکستانه ته خو ویسټ انډیز وشرمولي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x