افغانستان

وردګ: دبهرني تیري په صورت کی نړیوا لي مرستي ته اړتیا لرو

Afghan Defense Minister Abdul Rahim Wardak speaks at the defense ministry in Kabul, October 18, 2011. (نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۹) دافغانستان ددفاع وزیر عبدالرحیم وردګ دیوی خبري غونډي پروخت خبري رسنیوته وویل، هیواد یی دبهرنی تیري  په صورت کی نړیوالي مرستی ته اړتیا لري، اوپه خاصه توګه هغه وخت کله چی په ۲۰۱۴ کال کی  نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي.

که څه هم نوموړی زیاته کړه چی افغاني ځواکونه اوس ددي توان لری چی دوسلوالو طالبانو او دوی ته  ورته  نورو وسلوالو په وړاندي وجنګیږی او دهیواد دفاع وکړي خو که کله کوم بل هیواد پرافغانستان باندی عسکري تیري کوي، نو هیواد یی جدیدو الوتکو اوپرمختللو وسلوته ضرورت لري.

وردګ ونه ویل چی دکوم هیواد او دچا لوري دفوځي تیري ویره لری،خوپه دی وروستیو کی دپاکستان او افغانستان اړیکی ډيری تیرنګلی شوی دی، او دواړي خوا وي په خپلو هیوادونو کی دنا امنیو پړه یو پربل اور اچوي.

تیره ورځ عبدالرحیم وردګ وویل له پاکستان سر پرپوله مو له نړیوالو عسکرو سره په شریکه نور عسکر او پرمختللی وسلی  ځاي پرځای کړی دي، ترڅو دپولي له هغه غاړي څخه د را اوښتونکو وسلوالو مخه ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه ځواکونو به یی دحقاني ډلي په وړاندي چی ګمان کیږي په افغانستان کی په سختو خونړیو نښتو کی لاس لری ، خپلو عملیاتو ته لا زور ورکړي.

دافغانستان حکومت پاکستان باندی تورلګوي چي دحقاني ډله د پولي هغه غاړه باندی خوندي ځایونه لري، او وخت په وخت افغانستان ته دسرښندونکو بریدونو لپاره وسلوال رالیږي، خو پاکستان او دحقاني ډلي په وار وار سره دافغانستان له لوري د دا رنګه  تورونه مخالفت کړی دی او یوله بل سره  یی اړیکو باندي انکار کوی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x