نړۍ

ګډ حکومت ايغوري مسلمانان چين ته سپارلي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۳ل): ګډ حکومت د سولې او هېواد کې د امنيت په موخه د چين د خوشحالولو په نيت د ايغور مسلمانان د چين کميونيست حکومت ته سپارلي دي.

افغان امنيتي سرچينې وايي، دا کار يې د دې لپاره کړی، چې د چين کميونيست هېواد خوښ کړي، تر څو پر پاکستان فشار واچوي، چې طالبان سولې او افغان حکومت سره خبرو ته اړ کړي.

رويټرز خبري اژانس د افغان چارواکو له قوله ليکلي، چې په دې وروستيو کې يې د هېواد ختيځ کونړ ولايت کې يو شمېر ايغوري مسلمانان نيولي وو او تېره مياشت يې چين ته سپارلي، مګر دا خبر رسنيو ته تېره ورځ ورسيد.

چين او د کابل حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

ايغوري مسلمانان د چين مظلوم او لږکي دي او له تېرو څو کالو راهيسې د چين کميونيستي نظام له خوا ځورول کيږي.

د چين حکومت ختيځ ترکستان، تبت ايغور او ګڼو نورو مسلمان مېشتو سيمو کې د مسلمانانو په روژو، د روژې په ختمونو، تراوو او اسلامي دعوت بنديز لګولی او تېره مياشت يې اعلان وکړ، چې د مسلمانو ښځو مخ پټول د چين کميونيستي نظام د قانون له مخې جرم دی.

تېره اونۍ هم د چين کميونيست حکومت د ايغور سيمې مسلمانان علماء راټول کړل او په يو لوی ميدان کې يې د خلکو پر وړاندې په زوره ونڅول او ځوانانو ته يې اعلان وکړ، چې له دې ملايانو ځانونه لرې ساتئ، لمونځ او نور عبادتونه بدن ته هېڅ ګټه نه لري او دوی بايد د ديني عباداتو پر ځای ورزشونه وکړي.

د ختيځ ترکستان او ايغور يو شمېر مسلمانانو د چين د ظلمونو پر وړاندې وسله وال مقاومت پيل کړی او د دې لپاره يې ځينې ځوانانو له خپلو کورنيو سره وزيرستان او ځينو نورو هېوادونو ته هجرت کړی او له ډېرې مودې دلته پراته وو او ځينو يې د چين کميونيست نظام پر ضد وسله وال مقاومت هم کاو.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني چين ته د خپل رسمي سفر پر مهال تبت او شرقي ترکستان کې د چين د رسمي دريځ ملاتړ کړی و، چې د چين حکومت دا حق لري، چې دغه مسلمانان وځپي.

د څارونکو په اند اشرف غني دا څرګندونې د دې لپاره کړي، چې چين خوښ وساتي او له دې لارې پر پاکستان فشار راوړي، تر څو افغان طالبان خبرو ته کينوي.

د اشرف غني له څرګندونو وروسته چين اعلان وکړ، چې دوی د افغان طالبانو او حکومت تر منځ د منځګړيتوب لپاره تيار دي.
ځينو رسنيو داسې راپورونه هم خپاره کړل، چې د افغان طالبانو يو پلاوی چين ته د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره سفر هم کړی دی.

ايا طالبان به د چين په مرسته افغان حکومت سره خبرو ته کيني؟

د پېښو څارونکي وايي، چې امريکا له افغانستانه وځي او غواړي، چې چين د خپل اقتصادي ځواک پر مټ افغانستان کې رول ادا کړي، هغه هم په داسې صورت، چې د امريکا، پاکستان، ايران، هند او روس ګټې په نظر کې وساتي.

چين، امريکا او د قضيې نور ښکېل اړخونه افغان قضيه د ستراتيژيک او اقتصادي فکر له مخې څېړي او د ستونزې اصلي لامل نه په ډاګه کوي.

د افغانستان د ستونزې اصلي لامل د امريکا او ايتلافيانو هر اړخيز اشغال دی او همدغه ايتلافي ځواک د طالبانو نظام ړنګ کړی دی.

د طالبانو نظام د ړنګولو پر مهال امريکايي چارواکو اعلان کړی و، چې هر څوک له دوی سره نه دي، هغه يې دښمن دی او طالبان، چې د القاعده ساتونکي او روزونکي دي، نو دوی يې بايد نظام ړنګ او د تاريخ له پاڼو لرې کړي.

د مصر د ستراتيژيکو مطالعاتو ريس طلعت رميح وايي، چې طالبانو هماغه مهال اعلان کړی و، چې د بهرنيو عسکرو د هر اړخيز اشغال تر پايه به خپل مقاومت ته دوام ورکوي او له تېرو ديارلسو کالو په همدې خبره ټينګ پاتې دي او د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې د افغان قضيې او طالبانو په اړه د امريکا په موقفونو کې بې شمېره بدلونونه راغلل.

طلعت رميح د الجزيرې «الاتجاه المعاکس» سياسي پروګرام کې د افغانستان د قضيې په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا د افغانستان جګړې او سولې په اړه څرګند دريځ نه لري، چې خپل ولس او افغانان پرې قانع کړي او بل پلو طالبان يو پروګرام او روښانه تګلاره لري، چې د امريکايي اشغال پای ته رسول او اسلامي نظام قايمول دي.

د څارونکو په اند افغان قضيه کې د چين مداخله تر هغو بې ځايه ده، تر څو چې امريکا او نورو ايتلافيانو يې افغانستان کې له هر ډول ښکېلاک او مداخلې لاس نه وي اخيستی.

تر هغو چې افغانستان کې د جګړې لامل له منځه نه وي تللی، د چين په ګډون د ګردې نړۍ هڅې او منډې ترړې بې ځايه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یتیم زابلی

پکه دادي لا بله سپکه ،،،،،،،،،،،،، الله دی د مسلمانانو غاور پیداکړی نور دی لدی مظلومیت او ذلیله واکمنانو خلاص کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x