باران بنګلادیش ته یو بل پواینټ ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه ۱۳۹۳ل): د استرالیا په ښار برسبن کې د سخت باران له کبله د بنګلادیش او استرالیا تر منځ کیدونکې سیالي لغوه شوه.

په روان نړیوال جام کې دا لومړۍ سیالي ده چې لغوه کیږي.

د سیالۍ د لغوه کېدو له کبله دواړو لوبډلو ته یو یو پواینټ ورکړل شو چې د بنګلادیش لپاره په اینده کې ډیر مهم ثابتدیلای شي.

د استرالیا د هوا ادارې تېره ورځ په کوینزلینډ کې د سمندري توفان او په برسبن کې د سختو بارانو وړاندېینه کړې وه.

د شنبې په سهار په برسبن ښار کې تېز باران پیل شو او وقفې وقفې سره وریدلو.

امپایرانو څو وار د هوا او لوبغالي د جاج اخېستلو وروسته د سیالۍ د لغوه کولو پریکړه وکړه.

د سیالۍ د لغوه کيدو وروسته په A ګروپ کې استرالیا او بنګلادیش یو یو پواینټ واخېستلو. استرالیا په دوهم او بنګلادیش په دغه ګروپ کې په درېیم نمبر شوه.

په ګروپ کې نیوزي لینډ د ۳ سیالیو ګټلو سره ۶ پواینټونه اخیستي او په لومړي نمبر دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د