افغانستان

د اشرف غني لور د نیویارک تکړه هنرمنده ده

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۳ل): نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني د یوازینۍ لور «مریم غني» په اړه یوه مقاله خپره کړې او د هغې د ژوند په مهمو اړخونو یې رڼا اچولې.

د مقالې لیکوال وايي چې په نیویارک کې د مریم غني استوګنځی د هغې د منظم شخصیت ښکارندويي کوي. د کتابونو ډکې المارۍ له ځمکې څخه تر چت پورې د دیواله غاړې ته ولاړې دي، چې زیاتره یې د پخلي اړوند کتابونه دي.

د مریم غني په کوټه کې د ناستې شین رنګه کوچ ایښی او یو ګلدار بالښت پرې پروت دی چې خامک دوزي یې د سوریې په حلب ښار کې شوې ده. د کوټې په غولي کې هغه قالینه غوړیدلې چې پلار یې ورته له ترکمنستان څخه راوړې.

مریم غني د خپل استوګنځي دیوالونه په غوره ویناوو او حکیمانه خبرو ښکلی کړي، د دیوال په یوه برخه یې دا جمله لیکلې: «دا نړۍ ستا ده، که پخپله خوښه یې جوړه نه کړې، بیا کښېنه چې بل څوک یې جوړه کړي».

د نیوریاک ټایمز لیکوال وايي چې مریم غني د ډیرو کمالاتو خاونده ده، هغه د امریکا په نیویارک ښار کې زیږیدلې، او د لیدونکي هنر لکه (رسامي، نقاشي، عکاسي، د ښکلو منظرو پنځولو، ډيزاين او د ودانيو ډيکور، ښکلي کالي، ښايسته ګاڼې) په برخه کې یوه تکړه هنرمنده ده.

هغې د هنر په برخه کې جایزې هم تر لاسه کړي دي. د نوموړې د هنر توکي د لندن د هنرونو په موزیم کې هم نندارې ته وړاندې شوي دي او ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د مریم غني د هنرونو، انځورګرۍ او ویډیوګانو تازه نندارتون پرانیستل شي.

که څه هم مریم د افغانستان د ولسمشر لور ده، خو هغه غواړي چې د خپلو وړتیاوو او استعدادونو په مرسته وپیژندل شي. «ایرن الین کیلي» چې د مریم ملګرې ده او د رقص یا ګډا پوهنې په برخه کې تکړه هنرمنده ده او له ډیره وخته له هغې سره د هنري ویډیوګانو په جوړولو کې همکاري کوي، وايي: «مریم غواړي چې خلک یې د خپلو وړتیاوو له مخې وپیژني، نه دا چې د کومې کورنۍ غړې ده».

مریم خپلې لبنانۍ مور او افغاني الاصله امریکايي پلار ته اشاره کوي او وايي چې د مختلفو کلتورونو په مینځ کې رالویه شوې ده، او ښايي همدا علت وي چې له هنر سره یې لیوالتیا پیدا شوې.

مریم ځان له وطنه مهاجره بولي، خو وايي چې د مور او پلار جګړه ځپلي هیوادونه یې هم له یاده نه دي ایستلي.

مریم د خپل پلار په اړه وايي چې همیشه ډیر ستر شخصیت پاتې شوی دی.

د مریم ملګري او نږدې دوستان نوموړې یوه ډیره هوښیاره او با استعداده انجلۍ ګڼي.

په نیویارک کې د پوهنتون یو استاذ «رمزي قاسم» په پوهنځي کې د نوموړې د ترتیب کړي «پراجکټ» ستاینه کوي او د هغې په اړه وایي چې له ډیرو ښیګڼو ډکه او د قوي عزم څښتنه انجلۍ ده.

مریم تیر منی په لاس انجلس کې د عربي-امریکايي هنر په نندارې کې برخه اخیستې وه. د لاس انجلس یوه مشهوره هنرمنده «امیتس موتیوالي» وايي چې له دې نه وه خبره چې مریم د افغان ولسمشر لور ده، او له نندارتون نه وروسته یې نوموړې وپیژانده. دغه هنرمنده وايي چې مریم د نورو سیاستوالو په څیر نه ده، هغه د خپل پلار له نوم څخه استفاده نه کوي.

که څه هم مریم د یو ولسمشر لور ده خو هغه وايي چې د پلار په ولسمشرۍ سره یې د نیویارک په ژوند کې کوم بدلون نه دی رامینځ ته شوی، خو په افغانستان کې د امنیتي ملحوظاتو له امله د پخوا په شان ازاده نه شي ګرځیدلی.

مریم غني د خپل دین په اړه واضحه څرګندونې نه کوي خو وايي چې د خپلې مسیحۍ مور د هلو ځلو ملاتړ کوي.

نیویارک ټایمز د اشرف غني لور د ګڼو استعدادونو درلودونکې انجلۍ په توګه پیژني. نوموړې ۳۶ کاله عمر لري خو تر اوسه یې واده نه دی کړی. مریم غني دا مهال له مور او پلار څخه لرې د نیویارک ښار په بروکلین کې یوازې اوسیږي او په خپلو هنري سرګرمیو بوخته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

دالله لعنت دي به دي شي

yousuf

زه خو پر دوی غولیدلو افغانانو حماقت، ړوندوالی او کوڼوالی ته سخت هیران یم چې هغه څوك په څرګنده په سپین سترګې سره ځان مرتد ګڼي او د هیواد مشران هم دی، هغه مسلمان افغانان د انګلس او وروس په وړاند مجاهد پاتی شوی خلك چېری دی چې د نن د امریکا او ددوی مزدورانو په وړاندی د الله حکم سره سمه توره راپورته کړي او څوك چې په دی پاکه لار روان دی پرته له کوم ثبوته د اشغالګرو مزودرو رسنیو په خوله له انسانیته بهر بللی لږ خو د هغوی پرون ژوند رایاد کړئ، بیا قضاوت وکړئ هره… نور لوستل »

Hameed

د اشرف غنی له لور نه خو ددی کارونو دکولو دومره گیله نده پکار ځکه له یوی خوا نه یی پلار خپل ټول عمر په امریکا کی تیرکړی او دا یی د امریکا په ځیره لویه کړی او له بلی خوا نه یی مور هم عیسوی ده نو دا کارونه خو ورسره وی اوس د هغه چا اولاد ته وګوره چی ځانته یی جهادی رهبر او تر ټولو قوی مسلمان هم ویلو او د نهضت جوانان مسلمان د تاسیس ادعا یی هم خپل ځانته ثابتوله ربابی درته یادوم چی یو زوی یی د افغانستان وزیر خارجه د برتانیی تابعیت لری… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x