افغانستان

ناټو به افغانستان ته ۱۶۶ الوتکي ورکړي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۸) دناټو غړي هیوادونه به افغانستان ته ۱۴۵ مختلف الډوله  ولي ۲۱ چورلکی ورکړی، دغه خبره په افغانستان کي دافغاني عسکرو دروزني په چارو کی دناټو ځواکونو قوندان دیوي خبري غونډی پرمهال وکړه.

نوموړي زیاته کړه له دي  څخه علاوه  به ۱۰۰  نوري الوتکي  هم  دفغانستان دهوایی ځواکونو په  واک  کی ورکوي چی تراوسه پوری یی دهغو له جملي څخه ۵۰ الوتکه ورته تسلیم کړي دي.

میجرجنرل ویلیم کالډویل ددغو الوتکو د ډول او دورکړي دنیټي په اړه نور تفصیل ورنه کړ، یواځي دومره یی زیاته کره، هغه ۲۱  چورلکی چي ۳۸۰ ملیونه ډالرو په ازرښت سره دامریکی دمتحده ایالاتو له لوري پیرودل شوی او ترتیب شوی دي راتلونکي کال  کي دافغااني ځواکونو په ولکه کی ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه همدارنګه یوه خاصه الوتکه به هم دافغاني ځواکونو په واک کی ورکول شي چی د ډیرو مهمو اوخاصو عملیاتو لپاره به کار ځیني اخیستل کیږی.
قومندان  وویل  ډیره نژدی ده چی هغه ۱۲۰ پیلوټان چي له افغانستان څخه دباندي په زدکړو بوخت دی ډیر ژر هیواد ته راستون شي، او همدارنګه د څلورو ښځینه پیلوټانو په شمول پنځه تنه افغان پيلوټان چی دزدکړو په اخیرو مراحلوکي کي دي  هیواد ته راستون شي.
دناټو ځواکونو قومندان زیاته کړه ناټو له متحده عرب اماراتو سره هم یو تړون لاسلیک کړی دي چي دهغه له رویه به دمتحده عرب اماراتو هیواد افغاني پیلوټان روزي.
دافغانستان ددفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمی له خبري رسنیو سره دخبرو پر وخت وویل دناټو غړو هیوادونو له لوري دافغانستان ددفاع له وزرات سره دغه عسکري مرستی له هغه  څخه وروسته تر سره کیږی کله چی دافغانستان ددفاع وزیر دناټو غړو هیوادونو په یوه غونډه کی دافغان ځواکونو دعسکري تجهیزاتو دکمبود خبره کړی وه.
ظاهر عظیمی وویل افغان ملي فوځ تر اوسه پوري ۵۶  ډول وسله لري، ۱۴۰  ډوله مختلف النوع موټري لري، او دوه رقمه الوتکي دغه اردو په واک کی لري.
دناټو غړو هیوادو له لوري دافغاني ځواکونو د روزني دچارو مسؤل قومندان کالډویل زیاته کړه دوه کاله مخکي افغان ملي فوځ کومي زغروالي موټري نه دردلودي، خو اوس دغه عسکر ۲۴۰۰  زغره والي موټري لري، او ډیر ژر ده ۲۲۰۰  نوري دارنګه زغروالي موټري  دافغاني عسکرو په واک کی ورکړي.
نوموړي زیاته کړه لدي سره په څنګ کی باید دافغاني عسکرو  وروزني ته هم خاصه پاملرنه وشي، کالډویل وویل د تیرو دوو کلنو په جریان کی  ۱۱۴۰۰۰  عسکر روزل شوی دي، او ۸۰۰۰۰  زره نور اوس تر روزني لاندی دي، چي په دغو روزل شویو کسانو کی داسي کسان هم روزل شوی دي چي هغه وړاندي خپله نورو ته په ښه توګه سره روزنه ورکولي شي،  چی په هغه صورت کی به بهرنیو روزونکو ته اړتیا پیدا نه شي.
نوموړي  وویل  تر را تلونکي کال پوري به دافغاني عسکرو شمیره تر ۳۵۲۰۰۰  زره عسکرو پوري ورسیږي.
فعلا دافغانی عسکرو شمیره ۱۷۵۰۰۰  زره او همدارنګه دافغاني پولیسو شمیره ۱۴۰۰۰۰  زره کسه ده.
کالډویل وویل دافغانستان حکومت ورسره منلی ده چی له ۲۰۱۴  کال څخه وروسته به هم دناټو ځواکونه  داړتیا په صورت دغه هیواد کي افغاني عسکروته روزني ورکوي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x