افغانستان

د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې په چاودنو او مخامخ بریدونو کې د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي.

له دې وزارته خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په کندهار، هلمند، کونړ او غزني کې د عملیاتو په مهال د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي او په خبره يې شپږ اویا طالبان يې له منځه وړي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه پېښې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې په پورته ولایتونو کې د عملیاتو په مهال شوې دي.

طالبانو په بېلابېلو خبرپاڼو کې ويلي چې دوی په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په هلمند، کندهار، زابل، غزني او میدان ودرګو کې ګڼو عسکرو ته بمي چاودنو او نښتو کې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې دی چې د روان میلادي کال له پیل سره جوخت ټول امنیتي مسوولیت افغان عسکرو ته سپارل شوی دی، چې بهرنیان يې یوازې د تمویل، مشورې او ملاتړ ملګرتیا کوي.

یاده دې وي له څو ورځو راهیسې په هلمند کې دولتي عسکرو د ذوالفقار په نامه عملیات پیل کړي، چې دواړو خواو پکې د درنو مرګ ژوبلو دعوې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x