نظــر

د ګاونډیانو موقعبینه تګلارې او د ملي یووالي د حکومت نیمګړتیاوې

لیکوال: هوشمند

نړیوال اسلامي پوهنتون – اسلام اباد

په افغانستان کی د انتخاباتو د اوږدو ناندریواو جنجالونو سره سره د ملي یووالي حکومت پدې هم ونه توانیده چې خپله کابینه ملت ته وروپیژني او د ملت هغه امیدونه اوس خاورې شویدي کوم چې یې د ملي یووالي د حکومت څخه درلودل او انتخاباتو هم اوس هغه ارزښت او اعتبار له لاسه ورکړ ځکه چې ملت په ډیرو سختو شرایطو کې د رأیو صنوقونو ته ولاړل او خپله رأیه یې پداسې حال کې استعمال کړه چې بعضو د خپلو لاسونو ګوتې او بعضو خپل ځانونه له لاسه ورکړل خو چا د دوی دغو قربانیو ته احترام ونه کړ او برعکس د ملت په رأیو باندې دوی معامله وکړه او (جان کیری) یې د خپل خیرخواه په صفت راوغوښت او هغه څه چې (جان کیری) په خوب کې لیدلي وو هغه خوب یې ریښتیا شو او په ډیره آسانۍ سره بې لدې چې خپله انرژی مصرف کړي د (ع او غ ) لخوا دعوت شو تر څو د کړیدلو زوریدلو او ټول عمر ژړول شوي مظلوم ملت سرنوشت ورته ور وټاکی او څه چې (جان کیری ) غوښتل همغسی وشو.

او له بلی خوا نن سبا د سولې دعویدارانو یو ځل بیا د تیر په څیر خپل بازارونه ګرم ساتلی دی او د سولې درواغجن شعارونه ورکوی اوس د ملي یووالي حکومت باید له هوښیارۍ او پوره زیرکتیا څخه کار واخلي او هغه دا چې د ملي وحدت د حکومت دواړه مشران باید له همسایه هیوادونو سر ه په روابطو کې پوره موازنه وساتي تر څو د هیواد خپلواکي، استحکام ،او ملی ثبات له خطر سره مخ نکړی. خصوصا له پاکستان سره په نویو رامینځته شویو اړیکو کی له پوره احتیاط څخه کار واخلی دا ځکه چی د پاکستان نوی تګلاره او په افغانستان کی د سولې او ثبات د رامینځته کولو کومی وعدی چی له افغانستان سره کړی ریښتونی او صادقانه ندی او د پاکستان له کړو وعدو راته د وینو په شان بوی راځی دا ځکه چی پاکستان دغه تګلاره د ځینی مجبوریتونو له کبله اختیار کړیده او هغه دا چی امریکا خپلی خارجی تګلاری د پاکستان په مقابل کی تغیر کړی او امریکا اوس ټوله توجه د هندوستان لوري ته اړولی. لکه چی شاهد یو د امریکا جمهور ریس (بارک اباما ) په خپل سفر کی چی هندوستان یی درلود له هندوستان څخه یی په پاکستان غږ وکړ چی د کابل حکومت او طالبانو تر مینځ په روغه جوړه کی صادقانه هلی ځلی وکړی.

د اوباما دا وینا په حقیقت کی ددی ښکارندویی کوی چی د امریکا د دوستی توجه نوره د پاکستان رقیب هیواد هندوستان ته شوه او له بلی خوا امریکا غواړی چی هندوستان د چین په مقابل کی تقویه اوحمایت یی وکړی نو ځکه خو (چین) هم په پاکستان فشار راووړ چی طالبان د کابل حکومت سره خبرو او روغی جوړی ته چمتو کړی، نو ځکه خو پاکستان دغو فشارونو او خطرونو ته په کتو خپله تګلاره دافغانستان لپاره تغیر کړی.

زه پدی پوره باور لرم چی پاکستان په دغو سختو شرایطو کی چی له نړیوالو فشارونو لاندی هم ده د خپل ملت ، عزت ، او د هېواد د ځمکني تمامیت د ژغورلو لپاره له ټولو موجوده امکاناتو که هغه نظامی وی که سیاسی او که استخباراتی کار اخلی او خپل هیواد له خطر څخه وباسی حال دا چی د دوی دا عمل به په منطقه کی د بی ثباتۍ باعث ګرځی ولی مونږ شاهد یو چی نږدی دری لسیزی پاکستان د خپل ملت د ژغورلو لپاره د افغانستان مظلوم ولس په اور کی وسوځاوه او اوس همغسی د دوی ملت داور په لمبو کی سوځی د دوی دغلطو تګلارو په وجهه ځکه خو اوس پاکستان تر هر چا دمخه د سولې نعری وهی او اوس یی د افغانستان دښمن خپل دښمن وګاڼه دا پداسی حال کی چی تر(۲۰۱۴) کال د مخه د دوی شعار دا وو چی( ښه طالب) او(بد طالب) ښه طالب هغه وو چی دافغان حکومت خلاف وی او بد طالب هغه وو چی ددوی خلاف یی د بغاوت سر پورته کړی وو او بعضو لاپسی په ډیر جرأت او سپین سترګی سره دا اعلان هم وکړ چی دافغانستان جنګ په حقه او دآزادی لپارهجنګ ده . او له (۲۰۱۵) کال راپدیخوا یی ( ښه او بد طالب) دنړیوالو اوخصوصا دافغانانو د غولولو لپاره په ګډ یا مشترک دښمن مسمی کړل او په حقیقت کی د افغان حکومت اوطالب اورپکو تر مینځ دروغی او جوړی په خاطر که هغه چین ده که پاکستان ده که ایران او یا نور هیوادونه د خپلو ګټو دخوندیتوب او دخپل ځان دبقا لپاره کوی . نو د ملی یووالی حکومت ته پکار ده چی لدی موقع نه په استفادی سره خپل روابط له همسایه هیوادونو سره احسن اوتلپاتی وساتی اوپه عین حال کی په روابطو کی له ډیر هوښیاری او پوره زیرکتیا څخه کارواخیستل شی بالخصوص له پاکستان سره ترڅو الله مکړه دغه خوار ، دردیدلی ،اومظلوم ملت یو ځل بیا دبلا خولی ته ورونه غورځی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x