افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې به لس زره عسکر پریږدو

نن ټکی اسیا (شنبه کب ۲مه ۱۳۹۳ل): د امریکا نوی ټاکل شوی وزیر دفاع اشتون کارتر ویلي چې دوی به په افغانستان کې خپل لس زره عسکر پاته کړي.
نوموړي چې د وزارت دفاع منصب تر تسلیمولو وروسته خپل په لومړني رسمي سفر افغانستان ته راغلی، نن یې د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني سره په خبري کانفرانس کې وویل چې د افغانستان څخه د عسکرو د ویستلو پلان به وروسته بیا هم وڅیړي، خو د اوس لپاره دا تاییده وي چې په افغانستان کې لس زره عسکري پریږدي.
هغه زیاته کړه چې کله راتلونکې میاشت اشرف غني امریکا ته سفر وکړي، د عسکرو د ویستلو پلان به له سره د هغه سره په بشپړ توګه وڅیړي.
نوموړي وویل چې د افغانستان څخه د عسکرو د ویستلو په پلان می اوس یو ځل بیا د اشرف غني او نورو چارواکو سره خبري وکړې، او زیاته یې کړه چې دوی به نور هم غور باندي وکړي.

باید وویل شي چې اشرف غني ددې تر مخه څو ځله د امریکا څخه غوښتنه کړې چې خپل عسکر دي د افغانستان څخه نه باسي، او همداسي یې د خپل نیمه واک حکومت په دوهمه ورځ د امریکا سره امنیتي تړون امضا کړ.

باید وویل شي چې اشرف غني ددې تر مخه څو ځله د امریکا څخه غوښتنه کړې چې خپل عسکر دې د افغانستان څخه نه وباسي او له همدې کبله یې د خپل نیمه واک حکومت په دوهمه ورځ د امریکا سره امنیتي تړون امضا کړ.
د امریکا پخواني وزیر دفاع تیر کال په دسمبر میاشت کې ویلي وه چې دوی دوی به ۱۰۸۰۰ عسکر په افغانستان کې د یو څو میاشتو لپاره پریږدي او بیابه یو ځل بیا د عسکرو ویستل پيل کړی، تر څو دغه شمېر ۵۵۰۰ ته را ټیټ شي.
د ګډ حکومت ولسمشر ویلي چې دوی د باراک اوباما د عسکرو ویستلو پلان ته درناوی لري، خو امریکايي چارواکي یو ځل بیا د عسکرو د ویستلو پلان له سره د افغاني چارواکو سره شریک کړي.
په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو پاتې کیدل نه یواځې په هېواد کې امنیت خرابوي بلکې د سیمې امنیت ته هم ستر ګواښ بلل کیږي.
طالبانو د سولې په اړه مذاکرات هم د امریکايي عسکرو تر وتلو پورې موقوف کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

اصل موضوع سفر وزیر دفاع امریکا به کابل راجع به چند صد هزار قزازدادی یا در حقیقت تروریست های حرفوی امریکایی می باشد که ژورنالست ها راجع به این موضوع تحقیقات نمایند.
http://www.thefiscaltimes.com/Articles/2013/06/03/Pentagon-Has-No-Idea-What-108K-Contractors-Are-Doing

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x