افغانستان

راه نښته کی دملي اردو عسکرو ته مرک ژوبله وا وښته

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۷) وسلوالو طالبانو تیره شپه ناوخته دفراه ولایت بکواه وسلوالی هرات کندهار لویه لاره باندي حبیب الله پمپ ته څیرمه دملي اردو دموټرو کاروان تربرید لاندی راوستي چي له امله یی اوه عسکر وژل شوی دي.

له فراه ولایت څخه یوه امنیتي چارواکي چی له نوم اخیستلو څخه یی ډډه وکړه خبري رسنیو ته ویلی چی له وژل شویو عسکرو څخه پنځه دفراه او دوه تنه دفراه ولایت په ګاونډ کی دنیمروز ولایت ودلارام ولسوالي ته رسول شوی دي.

عسکر په داسي وخت کی تر ناڅاپي برید لاندي راغلي دي چی کله د هرات کندهار پر لویه لاره باندی دخپل مرکز په لور روان وو.

دبرید له کبله یو موټر په مکمله توګه ویجاړ شوی او دوه نور طالبانو ورسره بولي دي. دطالبانو ویاند دنښتی پخلي کړی دي، نوموړي زیاته کړه نښته زمونږ د وسلوالو مجاهدینو له لوري رامنځ ته شوی ده چی زیات شمیر عسکرو ته یی مرګ ژوبله اړولي ده. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x