افغانستان

ولایتي شوراګانو له حامد کرزي مرسته غوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د ځينو ولایتي شوراګانو رییسانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د هغوی د ستونزې د حل په لپاره يې ورنه مرسته غوښتې.

د حامد کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې د ولايتي شوراګانو رییسانو له حامد کرزي نه په دې موضوع  کې د دخالت غوښتنه وکړه او د هغه په دوره کې د تصویب شويو قوانیونو ستاینه يې وکړه.

ولایتي شوراګانې لا هم د ګډ حکومت له لوري د پارلمان د هغه قانون د تصویب په لانجه کې ښکېلې دي، چې له مخې يې ولايتي شوراګانې د دولتي کړنو د څارنې واک نه لري.

په ټول هېواد کې ولايتي شوراګانو د دې قانون د تصویب پر ضد خپلې دروازې وتړلې او ويې ویل چې دوی ته دې اخیستل شوی واک بېرته ورکړل شي.

حامد کرزي دوی ته ډاډ ورکړی او په ګډحکومت کې يې د ځوانانو د فعالیت ستاینه وکړه.

دا په داسې حال کې دی چې پخواني جهادي مشر او د تېرو ولسمشریزو ناکام نوماند عبدرب الرسول سیاف د سلواغې په شپږوېشتمه د «مجاهدینو» د همغږي، واحد او قوي مرکز د فعالېدو خبر هم ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x