افغانستان

امریکا له پاکستان سره پرپوله باندي په زرګونو عسکر ځای پرځای کړه

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۷) له اوس څخه څو شیبي مخکي ځیني نړیوالو خبري رسنیو دپاکستاني او افغاني سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چی نن سهار دافغانستان په خوست ولایت کی له شمالي وزیرستان سره پرپوله باندی په زرګونو امریکایی عسکر ځاي پرځای شوی دي.

یوه پاکستاني ټلویزیوني شبکی (جیو ټي وي) خبر ورکړی دي چی له شمالي وزیرستان سره پر پوله باندي دخوست ولایت  ګربز سیمي ته څیرمه غرونو کی په درونو اوسپلو وسلو باندي سمبال په زرګونو امریکایی عسکر ځاي پرځای شوی دی، سرچیني وایی امریکایی عسکرو سره زیات شمیر چورلکه ورسره دی او ځای پرځای یی دتلاشي زنځیرونه اچولي دی.

څرنګه چی په دی وروستیو کی په افغانستان دبهرنیو عسکرو په وړاندی دوسلوالو طالبانو سرښندونکو بریدونه زور اخیستی، په کابل کی دامریکي دسفارت په شمول ډیرنور مهم هدفونه دطالبانو له لوري په نښه شول، چی امریکایانو یی مستقیما دحقاني شبکی پر وسلوالو باندي پړه ور واچولوه، او د پاکستان څارګره اداره یی په دی سر تورنه کړه چی دحقاني له شبکی سره نه یوازی  دا چی اړیکی لري بلکه ورسره مرسته هم کوی.

او له پاکستان څخه یی په ټینګه وغوښتل چي ددغي ډلي په وړاندي دی عملیات ترسره کړی، خو پاکستان دامریکي له لوري ټول لګول شوی تورنه رد کړل، اوپه پاکستان کی یی دحقاني ډلي دمرکزونو او فعالیت مخالفت وکړ.

وروسته دځینو امریکایی چارواکو له خولي څخه داخبره هم راوتلي وه کچیري پاکستان دحقاني ډلی په وړاندي له عملیات کولو څخه ډډه کوي، امریکا مجبوره ده چی دخپلو خلګو دساتلو لپاره ددغي ډلي  په خلاف خپله په عملیاتو لاس پوري کړ.

خو وروسته بیا امریکایی چارواکو خبر ورکړی وو، چی امریکا به دحقاني ډلي په وړاندي هیڅکله له ځمکنیو عملیاتو څخه کار وا نه خلي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x